هیلۍ ارغندیوال؛ افغان فوټبالره د ایټالیا په غوره لیګ کې

  • 1 جنوري 2019 - 11 مرغومی 1397
هیلۍ د انځور حقوق Hailai Arghandiwal
Image caption هیلۍ لومړنۍ افغان یا افغانه ده چې د ایټالیا فوټبال غوره لیګ کې به لوبه کوي

د افغانستان د فوټبال، په خاصه توګه د ښځو د فوټبال په اړه وروستي رپوټونو او ناندرۍ ښایي د ډېرو لپاره د اندېښنې او خپګان سبب شوي وي. خو ځینې وختونه د خلکو فکر او ذهن دومره پر یوه موضوع ورټول وي چې شاوخوا ډېرو نورو خبرو ته یې پام نه ور اوړي. که زه د فوټبال "معتاد مینه وال" نه وی نو ښایي زما هم هیلۍ ارغندیوالې ته نه وی ور پام شوی.

۲۲ کلنه هیلۍ ارغندیوال مسلکي فوټبالره ده، لومړنۍ افغان یا افغانه ده چې د ایټالیا د فوټبال غوره لیګ کې به لوبه کوي، البته د ښځو په غوره لیګ کې.

د ۲۰۱۸ کال دسمبر میاشت کې یې له "فیورېنټینا" لوبډلې سره تړون لاسلیک کړ.

ځینې افغانان به هیلۍ ارغندیوال پېژني. خو ډاډه یم چې ډېرو یې هېڅ نوم هم نه دی اورېدلی. حال دا چې د یوې افغانې په توګه یې وروستۍ لاسته راوړنه عادي خبره نه ده.

همدا لامل شو چې د بي بي سي پښتو وېبپاڼې لپاره مې ورسره مرکه وکړه. نور به نو هیلۍ پخپله ځان در وپېژني:

"نوم مې هیلۍ ارغندیوال دی. مور او پلار مې د کابل د ارغندۍ دي، خو زه په کالیفورنیا کې زېږېدلې یم. پر افغانستان د روسانو له یرغل وروسته مې مور او پلار امریکا ته کډه شول. زه او مشر ورور مې ادریس هماغلته په کلېفورنیا کې زېږېدلی یو. له فوټبال سره مې مینه له کوچنیوالي وه. یو لامل یې ښایي دا و چې پلار مې د دې لوبې مینه وال او په افغانستان کې د فوټبال روزونکی و. نو فوټبال یوازینۍ لوبه وه چې په کوچنیوالي کې ورسره بلده وم ، او له پیله پرې مینه وم".

د انځور حقوق Hailai Arghandiwal
Image caption ماشومه هیلۍ له خپلې مورنۍ انا او مشر ورور ادریس سره

تر هیلۍ وړاندې هېڅ کوم افغان یا افغانې د ایټالیا د فوټبال غوره لیګ کې لوبه نه ده کړې. ترېنه مې وپوښتل چې د دې ویاړ په اړه څه احساس کوي.

"هېڅ خپل احساس په ټکو کې نشم درته ویلی. له پنځه کلنۍ مې همدا خوب و چې یوه ورځ به مسلکي فوټبالره یم. بیا چې له پوهنتونه فارغه شوم پوه شوم چې خوب مې رښتیا کېدلی شي. اوس چې "فیورېنټینا" لوبډلې ته به لوبه کوم نو هېڅ باور مې نه راځي. زما لپاره دا یو ویاړ دی. دا مې یوازې لومړی ګام دی. پلان لرم چې د فوټبال په ډګر کې له دې هم مخکې ولاړه شم او له دې هم ډېرې لاسته راوړنې ولرم. خو نن چې چېرې یم، ډېر د عاجزۍ احساس او شکر کوم".

هیلۍ وایي، کله چې د کلیفورنیا په "بې" سیمه کې را لویېدله، د نورو بهرنیانو پرتله افغانان کم وو.

دوی هماغو وروستیو څو کلونو کې کلیفورنیا او نورې امریکا ته ور کډه شوي وو او ټولنه یې کوچنۍ وه. ځکه نو فوټبال د هیلۍ لپاره دویمه ټولنه وه.

"پلار مې ټولنیز سړی دی. د افغانانو له ټولنې سره یې پالي او ښایي پر ما یې هم اغېز کړی. تل به د افغانستان په اړه غږېده. هغه څه یې یادول چې افغانستان ورکړي وو. نو زه هم د دې خبرې پر اهمیت پوهه شوم چې باید خپلې ریښې او خپل اصلي ټاټوبی وپېژنم. یوه خبره تل کووم. که غواړئ پوه شئ چې چېرې رسېدل غواړئ، لومړی باید له دې خبر شئ چې له کومه ځایه راغلي یاست".

د انځور حقوق Hailai Arghandiwal
Image caption هیلۍ وایي، کله چې د کلیفورنیا په "بې" سیمه کې را لویېدله، د نورو بهرنیانو پرتله افغانان کم وو.

له هیلۍ مې وپوښتل، هغه افغانستان چې مور او پلار یې په خپلو خاطرو کې یادوي، له ننني افغانستان سره څومره توپیر لري.

"ډېر توپیر لري. زما لپاره ښایي یو څه اسانه په دې وي چې هلته نه یم زېږېدلې. خو د مور او پلار له زړه مې په دې خبره یم چې دوی پخوانی ښکلی افغانستان لیدلی. هلته یې ژوند کړی. یادونه یې په زړه دي. داسې یو افغانستان چې هنر او موسیقي پکې وده کړې وه او سیلانیان یې لیدو ته ورتلل. خلک یې خوشحاله وو. خو بیا مې مور او پلار له دې ټول ناورین او بدلونه هم راتېر شوي دي. نو اوسنی وضعیت مې طبعاً خپه کوي. خو باور لرم چې هر څه به سم شي او افغانستان به یوه ورځ بیا د پخوا په څېر وي".

هیلۍ وایي، د افغانستان کلتور، موسیقي، خواړه، هنرونه او نور ډېر شیان ورسره مرسته کوي چې له خپل پلرني ټاټوبي سره یې ریښه ژوندۍ پاتې شي.

وایي په دې هر څه ویاړي او استازیتوب یې کوي. وایي افغانان د نړۍ په تر ټولو ښایسته خلکو کې حسابېږي. رسنۍ یې که په اړه هر څه وایي، خو هیلۍ باور لري چې افغانان خپل برخلیک سمولی شي.

د انځور حقوق Hailai Arghandiwal
Image caption هیلۍ وایي، ډاډه ده چې یوه ورځ به افغانان خپل هېواد پر سم لوري بوځي

د کوچنیوالي ځینې نورې کیسې یې راته وکړې.

"انا مې، یعنی د پلار مور مې راسره پښتو خبرې کوي. زه یې منندویه یم. بیخي ډېره راباندې ګرانه ده. افسوس چې په پښتو روانې خبرې نشم کولی، خو پرې پوهېږم . له مور او پلار سره به مو فارسي او انګلیسي ویله. ما به دواړه ژبې سره ګډې وډې کړې. ورور مې ادریس زما تر ټولو ښه ملګری دی. زما منېجر او ملاتړی هم دی. تل یې سمه مشوره راکړې".

هیلۍ په داسې یوه کورنۍ کې زېږېدلې چې وار له مخه له فوټبال سره یې سروکار و. خو ترېنه مې وپوښتل چې په کوم عمر کې یې د مسلکي فوټبال په اړه جدي فکر وکړ.

"له پنځه کلنۍ مې فوټبال لوبه پیل کړه. په ۱۱ کلنۍ کې مې داسې احساس درلود چې مسلکي فوټبال کولی شم. کله چې کالج ته ولاړم نو د نجونو په فوټبال لیګ کې مې برخه واخیسته. بیا مې د سانټا کلارا پوهنتون لوبډلې ته څلور کاله لوبه وکړه. وروستي کال کې کپتانه هم وم. بس نو همدا سفر و او نن دا دی د ایټالیا په فلورنس کې یم".

د هیلۍ خبرو مې د افغانانو یوې بلې ټولنیزې ستونزې ته ور پام کړ.

د ځینو افغان نجونو لپاره ګرانه وي چې له خپل پلار یا مشر ورور سره د ملګرتیا اړیکه هم ولري.

ځینې ارزښتونو نجونو ته سپارښتنه کوي چې د پلار یا مشر ورور پر وړاندې دې چوپه خوله وي.

د ځینو لپاره دا د احترام نښه ده. په دې اړه د هیلۍ نظر جالب دی.

د انځور حقوق Hailai Arghandiwal
Image caption هیلۍ په ۱۱ کلنې کې حس کړه چې کولی شي مسلکي فوټبالره شي

"پوهېږم چې د ډېرو افغانو نجونو لپاره کیسه بیخي بدله ده. خو فکر کووم له پلار، ورور او مور سره مې زما اړیکه ځکه ډېره پیاوړې ده چې خپلې لارې او خوښې ته یې پریښې یمه او زما ملاتړ یې کړی. باور یې راباندې کړی. تر هلک یې کمه نه یم بللې. هېڅکله یې نه دي راته ویلي چې دا یا هغه وکړه. د دې حالت بدلېدل به وخت نیسي. سخت کار دی. د نسلونو خبره ده. کوم فرصتونه چې ما په امریکا کې درلودل، مور او خاله ګانو مې په افغانستان کې نه درلودل. نو یوازې دا نه ده چې خپلې خوښې ته یې پریښې یمه، بلکې اجازه یې راکړې چې له شته فرصتونو ګټه واخلم".

له هیلۍ مې وپوښتل چې افغانه ده، په امریکا کې لویه شوې او اوس ایټالیا کې مسلکي فوټبال کوي. څرنګه یې په درې واړو کلتورونو کې د ځان عیارولو هڅه کړې.

"د ایټالیا کلتور له امریکا او افغانستانه ډېر بدل دی. خو ښایسته کلتور لري. هر څه یې غني دي. دلته یوازې یم او د کور په څېر ملاتړ نه لرم، خو هڅه کوم چې ځان ورسره عادت کړم. دلته د فوټبال ترڅنګ پوهنتون ته هم ځم. په ورزشي مدیریت کې ماسټري کووم. فوټبال مې مسلک دی خو پوهېږم چې تل به راسره نه وي. غواړم له فوټبال وروسته هم په یو بل مسلک کې بریالۍ و اوسم".

د انځور حقوق Hailai Arghandiwal
Image caption هیلۍ د سنټا کلارا پوهنتون د ښځو فوټبال لوبډلې کپتانه هم پاتې شوې

غوښتل مې هیلۍ پر فوټبال لږه نوره هم راته وغږېږي. ترېنه مې وپوښتل چې څه ډول لوبغاړې ده او د میدان کومه برخه کې لوبه کوي.

"زه مېډ فیلډره یم. د میدان په منځ کې لوبه کوم. کله چې مې عمر کم و نو طبعاً وینه مې ګرمه وه او تل مې هڅه کوله چې پر مخالف ټیم برید وکړم او ګول وکړم. خو اوس تر پخوا په لوبه ښه پوهېږم. هوښیارۍ سره لوبه کووم. ښي او کیڼ خوا ته پاس کووم. د دوو ګولونو په منځ کې لوبه کووم. خو فکر کووم ښه لوبغاړې هغه ده چې په هره برخه کې لوبه وکړی شي".

هیلۍ د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې ته هم لوبه کړې. د هغې تجربې په اړه مې ترې وپوښتل.

"په ۱۴ کلنۍ کې مې په لومړي ځل د افغانستان د ښځو ملي لوبډلې ته لوبه وکړه. دا د ۲۰۱۰ کال خبره ده. له هغه را وروسته تر دې وروستیو وختونو له ملي لوبډلې سره وم".

د انځور حقوق Hailai Arghandiwal
Image caption هیلۍ (په ولاړو نجونو کې له ښي لوري دویمه) له ۱۴ کلنۍ راهیسې د افغانستان د ښځو فوټبال ملي لوبډلې ته لوبه کوي

د افغانستان د ښځو د فوټبال سره تړلیو وروستیو ناندریو او رپوټونو په اړه هم پوښتنه اړینه وه.

فکر مې کاوه چې هیلۍ به راحته نه وي چې په دې اړه وغږېږي. خو داسې نه وه. غوښتل یې د خپل زړه خبره وکړي.

"مهمه ده چې په دې اړه خبرې وکړو. زما غږ خو به واورېدل شي خو تر ما مهم د هغو نجونو غږ دی چې په افغانستان کې دي او ځورول شوې دي. زه د خپلو خویندو ترڅنګ ولاړه یم. دا وروستي تورونه او ناندرۍ کومه نوې خبره نه ده. زه له څوارلس کلنۍ له ملي لوبډلې سره یم او هر ځل چې موږ کوم هېواد ته تللې یو، ما دا ډول کیسې اورېدلې دي. ډېر د خپګان ځای دی. خو هیله لرم چې فدراسیون به سم شي او بدلون به راشي. موږ له فوټبالرو سره د دې نا انصافۍ تماشه نشو کولی د دوی غږ مهم دی او نور یې څوک نشي چوپ کولی".

له هیلۍ مې وپوښتل، که ستونزه دومره پخوانۍ وه نو بیا یې دومره وخت ولې ونیوه چې یو څوک غږ پورته کړي.

"موږ هغه مهال کافي مالومات او اسانتیاوې نه درلودې چې خبره ډاګیزه کړو. بل دا چې غوښتل مو په افغانستان کې د هغو نجونو ژوند خوندي وي چې هره ورځ ځورول کېږي. خو بیا وخت راغی چې باید یو څه مو کړي وای. ما ته څوک په بد نیت نه دی را نږدې شوی. خو لوبډله کې نورو نجونو بیا بیا د خپل کړاو او ځورېدنې کیسې راته کړې دي. ان په هماغه ۱۴ کلنۍ کې مې دا ډول کېسې اورېدلې. ډېر د خپګان ځای و. زما خویندې له سخت کړاوه تېرېږي. یوې خوا ته په جنسي توګه ځورول کېږي او بلې خوا ته د دې غم ورسره وي چې د خپلې کورنۍ یا خپلوانو سترګې ټیټې نه کړي. موږ یوازې فوټبالرې یو. خو ځیني خلک مو خپل واک ته ګواښ ګڼي ".

د انځور حقوق Hailai Arghandiwal
Image caption هیلۍ غواړي له فوټبال وروسته هم په خپل راتلوکي مسلک کې بریالۍ وي

له هیلۍ نه مې وروستۍ پوښتنه دا وه چې د یوې فوټبالرې په توګه کوم ځای ته رسېدل غواړي، او په ژوند کې یې مهمه موخه څه ده.

"غواړم یو ځل بیا د افغانستان ملي لوبډلې ته لوبه وکړم. په دې برخه کې موږ ډېر مخکې تللي یو او په افغانستان او نړۍ کې مو د فوټبال په اړه د ښځو فکر ډېر بدل کړی. د کلب په کچه غواړم په ایټالیا کې بریالۍ شم او لا مخکې ولاړه شم. خو فوټبال زما ټول ژوند نه دی. زما فېشن او هنرونه او موسیقي هم خوښېږي. یوه کوچنۍ توره کتابچه لرم او لیکل پکې کوم. شاعري ورته نشئ ویلی. خو زما ګډوډ فکرونه یې وبولئ. اتڼ مې هم خوښ دی. خو باید ووایم چې ورور مې او د ترونو زامن مې تر ما په اتڼ کې ښه دي. هیله لرم چې یوه ورځ به وکړای شم دا هر څه سره ګډ کړم. ګورو به چې نصیب کې مې څه دي، خو ارمان مې دا دی چې په هر ځای کې بریالۍ شم".

ورته مطالب