افغان سوله؛ طالبانو د سعودي ناسته کې د حکومت له استازو سره لیدل رد کړل

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ابوظبۍ خبرو کې د طالبانو نظامي پلاوي هم ګډون درلود.

وسلوال طالبان د سعودي په جده کې د افغان حکومت او دې ډلې ترمنځ ممکنه ناسته ردوي.

دا ډله د یوې اعلامیې خپرولو سره وايي، چې د سولې خبرو په برخه کې یې د حکومت په هکله دریځ نه دی بدل شوی.

وسلوالو طالبانو ابوظبۍ ناسته کې هم ویل چې د سولې خبرو کې له افغان حکومت سره نه ګوري او مقابل لوری یې امریکا دی.

نږدې دوه اونۍ وړاندې د طالبانو پلاوي د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره ولیدل.

په دې خبرو کې د وسلوالو طالبانو د قطر دفتر پر استازو سربېره د دې ډلې پوځي استازو او د پاکستان، سعودي او اماراتو پلاوي هم ګډون درلود.

افغان حکومت هغه مهال ویل چې ۱۲ کسیز پلاوی یې متحده عربي اماراتو ته تللی او له وسلوالو طالبانو سره مخ په مخ لیدنه نږدې ده.

خو د کابل دا هیله پوره نه شوه او د امریکا، پاکستان، سعودي او امارات د استازو په منځګړتوب هم طالبان له دوی سره خبرو ته چمتو نه شول.

د جدې ناستې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

وسلوال طالبان وايي یوازې له امریکا سره خبرې کوي.

د اوبو ظبۍ تر ناستې وروسته ویل کېږي چې د افغان طالبانو او امریکا د سولې راتلونکې خبرې د سعودي په جده ښار کې کېږي.

د ځینې رپوټونو له مخې، ممکن دا ناسته راتلونکې اوني تر سره شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، سعودي په دې ناستې سره هڅه کوي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته زمینه برابره کړي.

د دې شورا ویاند احسان طاهري د جمعې په ورځ بي بي سي وویل، تمه لري په دې ناسته کې د افغان دولت او سولې شورا استازي هم ګډون وکړي خو نوموړي د پلاوي د څرنګوالي په اړه تفصيل ور نه کړ:

"د افغان سولې په اړه افغانان بايد هلته وي، دا د مذاکراتو لپاره غونډه ده چې ژر تر ژره د سولې په اړه د حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پيل شي".

له ټاکنو مخکې سوله

د عکس سرچینه، Reuters

د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر ګومارل کېدو وروسته دې برخه کې هڅې ډېرې شوې دي.

ښاغلي خلیلزاد تراوسه دوه ځلې قطر کې له طالبانو سره لیدلي او څه مهال مخکې یې هیله وښوده چې له افغان ولسمشرۍ ټاکنو مخکې له دې ډلې سره سولې ته ورسېږي.

افغان حکومت تراوسه د ښاغلي خلیلزاد د هڅو په هکله چوپ دی، خو ویلي یې دي چې د امریکا ټولې هڅې له افغان حکومت سره په همغږۍ دي او موخه یې د دې خبرو لپاره اسانتیاوې برابرول دي.