"د اشرف غني حکومت ښايي د واک موده وغځوي"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني د حکومت موده اپريل مياشت کې پوره کېږي

واشنگټن پوسټ وايي له څو اوونيزې گډودۍ او گډوډو پيغامونو يا سيگنالونو وروسته دا دى بالاخره افغان ولسمشرۍ ټاکنې د دريو مياشتو لپاره وځنډېدې.

د نوي مهالوېش له مخې ټاکلې راتلونکې ولسمشرۍ ټاکنې جولاى کې تر سره شي.

ورځپاڼه وايي د ولسمشر غني د حکومت موده اپريل مياشت کې پوره کېږي، نو د اپرېل او جولاى ترمنځ به څه کېږي؟

ورځپاڼه زياتوي داسې برېښي چې حکومت د خپل واک موده وغځوي.

د ټاکنو کميسيون ويلي ټاکنې يې دې لپاره ځنډولې چې ورته ښه چمتو والى وشي خو ورځپاڼې د شکور دادرس- چې ليکوال يې د يوه شنونکي په توگه را پېژني- وينا راخيستې چې وايي د ټاکنو ځنډېدل هېڅ راز تخنيکي دلايل نه لري بلکې د امريکايانو غوښتنه وه چې د سولې بهير لپاره یې وځنډوي.

نوموړي ويلي که د سولې د بهير پايلو ته له انتظار پرته ټاکنې تر سره شوې واى نو دا به د سولې د بهير د پاى په مانا و.

د ځواکونو اېستل

د انځور حقوق Getty Images

ميليتري ټايمز ورځپاڼې بيا افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د پخواني قومندان سټنلي مکرېستل هغه څرگندونې راخيستې چې وايي، افغانستان کې د مېشتو څوارلس زرو امريکايي سرتېرو د نيمايي ايستلو سره به له اوولس کلنې جگړې وروسته سولې لپاره د طالبانو ليوالتيا کمه شي.

دغه متقاعد جنرال زياتوي که طالبانو ته ووايئ چې موږ په يوه ځانگړې نېټه له افغانستان بشپړ وځو، نو له دې سره خپل دريځ کمزورى کوو او د يوې معاملې لپاره د طالبانو انگيزه له منځه ځي.

البته دا يادونه هم بايدو وکړو چې د امريکا د دفاع وزارت چارواکو ويلي چې نه تر

اوسه د ولسمشر ټرمپ له لوري له افغانستان د امريکايي ځواکونو د اېستنې غوښتنه شوې او نه هم په دې تړاو پر کوم پلان کار کېږي.

هند کې د خطر زنګ

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ليکلي چې افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د شمېر کمېدا پروگرام هند کې د خطر زنگونه کړنگولي.

ورځپانه وايي، کارپوهان نوي ډيلي ته وړانديز کوي چې له طالبانو سره خپل چلند بدل کړي ځکه په اوسنيو حالاتو کې شونې ده چې طالبان په دغه جگړه ځپلي هېواد کې د پام وړ نفوذ ولري.

د ډان په وينا د هندي او امريکايي رسنيو رپوټونو کې هندي کارپوهانو ليکلي چې واشنگټن له افغانستان بشپړ وتنې ته چمتو دى او دا به د پاکستان او طالبانو په گټه پريوځي.

هندي کارپوهان په دې باور دي چې هند بايد دا ډاد تر لاسه کړي چې افغانستان به د هند ملگري هېواد په توگه پاتې وي، نه دا چې د هند ضد وگړو پر يوه پټنځى بدل شي.

خان ژوندی دی

انډيا ټوډې ورځپاڼې د هند د پخواني اوڅار فلمي ستوري قادرخان د مړينې خبر رد کړى.

ورځپاڼې د قادرخان د زوى سرفراز خان په وينا ليکلي چې پلار يې کاناډا کې يوه روغتون کې درملل کېږي.

ښاغلى خان ٨١ کلن دى او ساه اخيستو کې د ستونزو له امله روغتون ته لېږدول شوى دى.

نوموړى د مغزو په يو ډول ناروغي اخته دى چې له امله يې انسان خپل توازن يا انډول نشي ساتلى، گرځېدو کې ستونزه پيدا کوي او د حافظي له زوال سره مخامخېږي.