تهران کې طالبانو له ایراني چارواکو سره خبرې کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، له طالبانو سره یې مهمې او مفصلې خبرې کړې دي د انځور حقوق YJC
Image caption د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، له طالبانو سره یې مهمې او مفصلې خبرې کړې دي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تېره ورځ (د ډیسمبر ۳۰) د افغان طالبانو یوه پلاوي تهران کې د دغه وزارت له چارواکو سره خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي ویلي، د طالبانو او ایراني چارواکو پر دغو خبرو د افغانستان حکومت هم خبر دی.

تر اوسه افغان حکومت یا طالبانو د دغو خبرو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د ډیسمبر پر ۲۶مه د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي شمخاني کابل ته د خپل سفر پره ترڅ کې ویلي وو، چې افغان افغان حکومت له طالبانو سره د ایران له اړیکو خبر دی او د تهران او طالبانو ترمنځ خبرې به دوام ولري.

د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې ښاغلي شمخاني ټینګار کړی چې په امنیتي بهیرونو کې د سیمې هېوادونو فعاله ونډه او ګډون د دغو هېوادونو تل پاتې ټیکاو تضمینوي.

"له طالبانو سره به د ایران خبرې دوام ولري"

ایراني چارواکي د افغانستان نقشه کې څه لټوي؟

طالبان: د سعودي ناسته کې د حکومت له استازو سره نه وینو

دا لومړی ځل نه دی چې د ایران حکومت په ښکاره له وسله والو طالبانو سره پر خبرو او اړیکو اعتراف کوي.

بهرام قاسمي وايي، وروسته تر هغه چې ښاغلي شمخاني کابل ته سفر وکړ، له طالبانو سره تهران کې خبرې د پلان یوه برخه وه، "له دوی سره مفصلې خبرې وشوې".

نوموړی زیاتوي، د دغو خبرو موخه په افغانستان کې د سولې د بهیر د مخته بېولو په خاطر د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د جوړجاړي رامنځ ته کولو لپاره یوه هڅه وه.

د انځور حقوق ETEMADONLINE
Image caption د طالبانو پلاوي د ایران د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره کتلي

ایران له طالبانو سره دا خبرې مهمې بللې دي.

ایران وايي، هڅه یې دا ده چې د بین الافغاني خبرو لپاره لار هواره او افغانان خپلې ستونزې مخامخ سره هوارې کړي.

دغه هېواد وايي، ایران یوازېنی هېواد نه دی چې له طالبانو سره خبرې کوي.

وړاندې په روسیه کې د طالبانو د قطر د دفتر استازي جرګه شوي وو، خو د افغان دولت د سولې شورا له استازو سره یې مخامخ خبرې ونه کړې.

تهران ټینګار کوي چې له طالبانو سره یې اړیکه په دې مانا ده، چې هغوی له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوي.

د انځور حقوق ARG
Image caption د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار حمدالله محب سره په کتنه کې ښاغلي شمخاني ټینګار کړی چې په امنیتي بهیرونو کې د سیمې هېوادونو فعاله ونډه او ګډون د دغو هېوادونو تل پاتې ټیکاو تضمینوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب