عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې وټاکل شوه

عادله راز د انځور حقوق Social Media
Image caption اغلې راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لومړنۍ ښځینه استازې ده

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره عادله راز په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمې استازې ټاکلې ده.

دا لومړی ځل دی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي یوه افغانه ښځه کوي.

تر دې وړاندې محمود صیقل د افغانستان دایمي استازی و چې ویل کېږي اوس یې د کار موده پای ته رسېدلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې، یوناما پر ټوېټر له ښاغلي صیقل څخه د ده "د کاري مودې له پای ته رسېدو سره" ترې مننه کړې او اغلې راز ته یې مبارکې ورکړې.

د انځور حقوق FB
Image caption اغلې راز په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست او ویندوی دفتر لومړنۍ ښځینه مرستیاله شوه.

عادله راز اقتصادي اړیکو کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وه چې څه باندې یونیم کال وړاندې پر دې دندې ګومارل شوې وه. هغې د امریکا متحده ایالتونو کې په حقوقو، ډیپلوماسۍ او اقتصاد کې زدکړې کړي دي.

اغلې راز په ۲۰۱۳ کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست او ویندوی دفتر لومړنۍ ښځینه مرستیاله شوه.

محمود صیقل چې د ۲۰۱۴ کال تر ولسمشریزو ټاکنو وروسته یې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی وټاکل شو د اجرایه مشر عبدالله عبدالله ډلې غړی دی.

په تېرو څلورو کلونو کې چې له خپلو ګاونډیانو سره د افغانستان سیاسي اړیکو کې بدلون راغی په ملګرو ملتونو کې یې د افغانستان دایمي استازولۍ ته لا ډېر اهمیت ورکړ.