هند ولې افغانستان کې میلیاردونه روپۍ لګوي؟

اشرف غني مودي د انځور حقوق Hindustan Times/GETTY IMAGES

''ستاسې تکلیفونه موږ ځوروي، ستاسې ارمانونه پوره کول زموږ مسوولیت دی، ستاسې پیاوړتیا زموږ لپاره باور دی، ستاسې له هوډه موږ تحریکېږو او ستاسې دوستي زموږ لپاره د ویاړ خبره ده. ''

دا هغه خبرې دي، چې د ۲۰۱۵ کال ډسمبر کې د افغانستان پارلمان نوې ودانۍ د پرانیستې مراسمو کې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي وکړې.

د افغان پارلمان دغه ودانۍ د هند په مالي مرسته ودانه شوه او یوې برخې ته یې د هند پخواني لومړي وزیر اټل بهاري واجپايي نوم ورکړل شو. ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو حکومت له منځه تلو سره سم هند له افغانستان سره بېرته له سره مرستې پیل کړې.

کابل کې د هند سفارت مسوولینو په وینا ۲۰۰۲ کال کې هند کابل کې خپل سفارت ته پراختیا ورکړه او په مزار شریف، هرات، کندهار او جلال اباد کې یې کونسلګرۍ پرانیستې.

تر ۲۰۰۶ کال پورې پخواني ولسمشر حامد کرزی څلور ځله هند ته رسمي سفرونه کړي وو. هند د هغو هېوادونو په سر کې بلل کېده چې له افغانستان سره یې ډېرې مرستې کولې.

۲۰۱۱ کال کې هند قحطۍ ځپلي افغانستان ته دوه نیم سوه زره ټنه غنم ورکړل. د هرات سلما بند چې د دوستۍ بند هم بلل کېږي، د هند په مالي مرسته ودان شو. د دغه بند لګښت ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته ورسېد او د دواړو هېوادونو ۱۵۰۰ انجینرانو پکې شریک خدمت وکړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان نوې پارلمان ودانۍ د هند په مالي مرسته ودانه شوه

دومره پانګونه ولې؟

هند په کندهار کې د کرنیز ساینس او تکنالوژۍ پوهنتون ودان کړ او کابل کې یې د سفري اسانتیاوو لپاره د زر عرادو بسونو ورکولو ژمنه وکړه. پوښتنه دا ده چې د دغې پانګونې بدل کې هندیان څه مومي؟

کابل کې د هند سفارت چارواکي وايي، 'تر اوسه هند په افغانستان کې دوه میلیارده ډالر یا ۱۳۹ میلیارده هندۍ روپۍ لګښت کړی او دا چې هند په افغانستان کې سوله او پرمختګ غواړي. '

د سویلي اسیا چارو ماهر هندی ژورنالیست قمر اغا وايي، پر دوو خبرو باید پوه شو:

'لومړی دا چې د هند او افغانستان تر منځ د اړیکو مخینه ان له اسلامه مخکې زمانې ته رسېږي. افغانستان یو مهال زموږ ګاونډی هېواد و. دویمه خبره دا ده چې که په ورانېدونکو حالاتو کې که افغانستان کې ولسواکي راځي، د هند په شمول د ټولې سویلي اسیا لپاره او په ځانګړې توګه د هند لپاره ښه زیری دی. '

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند په مالي مرسته د هرات سلما بند ورغول شو

قمر اغا زیاتوي، 'پاکستان تل هڅه کړې چې افغانستان کې سوله رانه شي، ځکه که هلته سوله وي، حکومت به یې د خپلو ګټو فکر وکړي، چې د پاکستان ګټه پکې نه شته، ځکه افغانستان کې د نژدې دوو ټریلیونو ارزښت طبیعي پانګه پرته ده. '

د بي بي سي افغان سروس مرستیال ایډیټر داود اعظمي وايي:

'له ګاونډیانو سره د افغانستان اړیکو کې کله نا کله خړ پړوالی راغلی، خو له هند سره تل اړیکي ښه وو. '

هغه وايي، 'سیمه کې تاو تریخوالی ډېر دی او هر هېواد هڅه کوي د ځان لپاره ملګري او خواخوږي ومومي. هند هم غواړي افغانستان یې دوست پاتې شي. د دې یو سبب دا هم دی چې د هند او پاکستان تر منځ اړیکي دوستانه نه دي او له دې کبله د هند لپاره ضروري ده چې افغانستان خپل دوست وساتي. که افغانستان د هند پلویتوب کوي، پر پاکستان یې هم اغېز کېږي. '

قمر اغا وايي، 'افغانستان کې پر سیاست او هلته د طالبانو پر احتمالي رول پوهېدل مهم دي. موږ باید پر دې هم پوه شو، چې په سیمه کې د ثبات لپاره په افغانستان کې سوله خورا اړینه ده او دا د هند لپاره مهمه ده. '

هغه وايي:

'طالبان یوه ډله نه ده. دوی ټول د مذهب تر نامه لاندې د جنګسالارانو په څېر کار کوي او دا د سیمې لپاره لوی خطر دی. که افغانستان کې د طالبانو په څېر حکومت رامنځته کېږي، د هند لپاره به خورا لویه ستونزه جوړه شي، د دې لپاره که هلته د سولې په خاطر درې، څلور میلیارده روپۍ نورې هم ولګېږي، لویه خبره نه ده. '

د قمر اغا په خبره 'هند په افغانستان کې د پانګونې له کبله ښه نوم ګټلی دی. '

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په وچه کې د ایسار افغانستان بازارونه تر ډېره حده له وارداتي توکو ډک دي

د هند او افغانستان د دوستۍ په تړاو چاه بهار بندر هم یوه مهمه موضوع ده، چې هند پکې کافي پانګونه کړې او پاکستان یې په تړاو اندېښنه هم څرګنده کړې.

پاکستان تر ګوادر بندره پورې د چین سړک جوړولو پروژې 'ون بېلټ- ون روډ ' یوه برخه دی او د هند او چین لپاره دغه دواړه پروژې منځنۍ اسیا، روسیې او اروپا ته د رسېدو هڅې دي.

د سلما بند پرانیستې مراسمو پر مهال د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ویلي و:

''موږ په هېواد کې د برېښنا لږوالي موضوع حل لپاره لاس سره ورکړی، اوس هند په چاه بهار کې پانګونه کوي، چې ورسره به د دواړو هېوادونو لپاره د پرمختګ لارې پرانیستل شي. ''

قمر اغا وايي، 'افغانستان او هند ته به یو لوی بازار په لاس ورشي. چین ډېرې هلې ځلې وکړې او پیسې یې برباد کړې، خو هغومره یې چې فکر کاوه، ګټه یې و نه کړه. '

هند او افغانستان د چین ون 'بېلټ- ون روډ ' برخه نه شول. چین د افغانستان مسو کان کې هم پانګونه کړې، خو تر اوسه یې عملي چارې نه دي پیل شوې.

داود اعظمي وايي، د دې یو لامل امریکا ده چې افغانستان کې تر ټولو لوی بهرنی قوت دی. د امریکا او چین تر منځ د تاوتریخوالي له کبله له خپلې خوا پر دې لوري ګام نه اخلي. بل لور ته هند هم د خپلو ګټو په خاطر د دغې پروژې مخالفت کړی دی.

هند افغانستان کې څه تر لاسه کوي، د داود اعظمي په خبره، دریو ټکیو کې باید پرې پوه شو 'لومړی دا چې هند په سیمه کې یو ښه دوست مومي، دویمه دا چې دواړه هېوادونه پټ یا سري معلومات سره شریکوي او درېیم دا چې نړیوال بازار ته د هند لاره پرانیستل کېږي. '

راتلونکي کې به افغانستان کې د هند پانګونه دوام وکړي. د هند او افغانستان تر منځ به دودیزه دوستي راتلونکي کې نوره هم ژوره شي او دې سره به سویلي اسیا کې د دواړو هېوادونو حیثیت پیاوړی شي.

ورته مطالب