د شپږو افغان وزیرانو دوسیې په ځانګړې محکمه کې دي

  • 7 جنوري 2019 - 17 مرغومی 1397
دوسیې د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د ملي یووالي حکومت څلور نیم کاله وړاندې د خپل کار یو لومړیتوب د فساد کمول یاد کړي وو.

افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې یوه کمېټې (مک) د دې هېواد له لویې څارنوالۍ غوښتي چې په فساد د تورنو وزیرانو دوسیو په اړه د خپلو څېړنو پایلې له خلکو سره شریکې کړي.

دې بنسټ د افغانستان عدلي او قضايي سکتور په تړاو خپل درېیم راپور خپور کړ چې په کې دغو ارګانونو ته د فساد ضد مبارزې برخه کې ځینې سپارښتنې هم کړې دي.

خو د افغانستان لویه څارنوالي له خپله اړخه چارې بشپړې ګڼي او وايي، چې تر دې دمه یې د شپږو وزیرانو دوسیې ځانګړې محکمې ته استولې دي.

د افغان دولت په یو شمېر لوړپوړو چارواکو له نژدې دوو لسیزو راهیسې د مالي فساد تورونه پورې دي.

د لس میلیونو ډالرو له قراردادونو نیولې بیا د کلنۍ بودیجې په لګښت کې د لوړپوړو چارواکو د فساد او لاسوهنې رپوټونه خپاره شوي، خو تر دې دمه هېڅ کوم وزیر زندان ته نه دی استول شوی.

خو د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، د اوسنۍ او مخکنۍ کابینې د شپږ وزیرانو دوسیې یې محکمې ته استولې دي:

"د وزیرانو دوسیې په اړه، تاسو شاهد یئ چې د یوې قضیې محکمه یې څه وخت مخکې ترسره شوه. دا چې د نورو دوسیو جزئیات څه دي لویه څارنوالۍ په دې اړه څه نه شي ویلی ځکه چې هغه اوس ځانګړې محکې ته استول شوې او د قانون له مخې اوس نه شي کولی دا جزئیات په ډاګه کړي."

د اداري فساد برخه کې افغانستان د نړۍ څلورم هېواد دی. د ملي یووالي حکومت څلور نیم کاله وړاندې د خپل کار یو لومړیتوب د فساد کمول یاد کړي وو.

که څه هم پر حکومت نیوکه شته چې له فساد سره یې مبارزه لکه څنګه چې لازمه وه، نه ده کړې، خو حکومت بیا وایي، دې برخه کې ټینګه اراده لري او ښه بېلګه یې د فساد او سترو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضایي بنسټ جوړول په ګوته کوي.

ورته مطالب