کابل برېښنا فعالولو لپاره سیمې ته مسلکي ټیم استول شوی

برېښنا د انځور حقوق Getty Images
Image caption برېښنا شرکت وایي، هڅه کوي ژر تر ژره د کابل او ولایتونو برېښنا بېرته فعاله شي

د افغانستان برېښنا ملي شرکت وايي، د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفانو ترمنځ جګړې له ازبکستانه پر پلازمېنه کابل وارداتي برېښنا قطع کړې ده. یاد شرکت وايي پر کابل سربېره اوه نور ولایتونه هم له برېښنا بې برخې شوي دي.

برېښنا شرکت وايي سیمې ته یې مسلکي ټیم استولی او د امنیتي وضعیت په ښه کېدو به دوی د برېښنا د مزو پر بیا نښلولو وتوانېږي او یادو ولایتونو ته به بېرته برېښنا ورکړل شي.

کابل ۴۵۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې ۳۰۰ مېګاواټه یې د ازبکستان له وارداتي برېښنا تامینېږي.

د برېښنا شرکت په خبرپاڼه کې راغلي، نن دوشنبه (جدي ۱۷مه) ګهیځ نهه بجې د بغلان پلخرمي ښار په ۲۶ کیلومترۍ کې د برېښنا د لېږد لاین غوڅ شوی دی.

یاد شرکت وايي، د دغو مزو په غوڅېدو د پلازمېنې کابل، پروان، کاپیسا، وردګو، غزني، لوګر او پکتیا ولایتونو برېښنا قطع شوې ده.

د انځور حقوق dab
Image caption جګړه او ناامنۍ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برېښنا د پایو د له منځه تلو لامل شوې

څو ورځې وړاندې هم برېښنا شرکت اعلان وکړ چې د ازبکستان د کورنۍ برېښنا د اړتیا له کبله افغانستان ته صادرېدونکې برېښنا کمه شوې ده.

په تېر کې د کابل ښار برېښنا یوازې په ژمي کې له جدي ستونزو سره مخامخ وه، خو په وروستیو کلونو کې پسرلي کې هم خلک د اړتیا وړ پوره برېښنا نه لري.

افغانستان تر ډېره په وارداتي برېښنا متکي دی. نا امني، د برېښنا تولید بندونو کې د اوبو کمښت او لږ ورښت په وروستیو کلونو کې د برېښنا ستونزه لا ډېره کړې ده.

پر دې سربېره په بېلابېلو ولایتونو کې د حکومت د وسله والو مخالفانو جګړو هم د وارداتي برېښنا ستنې نړولې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت وړاندې اعلان کړی و چې ۳۵ سلنه افغانان برېښنا ته لاسرسی نه لري او د افغانستان ۷۵ سلنه لګښتي برېښنا هم وارداتي ده.

ورته مطالب