کابل پولیس: د مجرمینو له لېسته مو ۸ کسان نیولي دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان: د جنکایتکارو له شبکو سره مبارزه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ کابل کې پر جنایي جرمونو د تورنو کسانو تر نوملړ خپرېدو وروسته، د خلکو په مرسته د هغوی اته کسان نیول شوي دي. دغه وزارت ویلي چې ډېر ژر به د لویو مجرمانو د نیولو او څار لړۍ هم پیل شي.

د امنیتي ادارو د معلوماتو له مخې؛ کابل کې له تېرو څو میاشتو راهیسې د غلا او انسان تښتونې په څېر جنایي جرمونو ګراف مخ په لوړېدو دی او د ښاریانو ژوند یې له ګواښ سره مخامخ کړی.

خو امنیتي کارپوهان وایي له خطرناکو مجرمانو او جرمي شبکو سره مقابله له ننګونو ډک کار دی او د حکومت د مشرتابه جدي ملاتړ ته اړتیا لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي، که د خلکو معلومات ددوی د نیول کېدو لامل شي نو مادي او معنوي امتیاز به ورکړل شي.

د کورنیو چارو وزارت له خلکو غوښتي چې د دغه ډول خلکو په نیولو کې له دوی سره مرسته وکړي. د چارواکو دغه پرېکړه پر خواله رسنیو د خکو له خوا هم ستایل شوې.

د کورینو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، د دغه نوملړ له خپرولو سره سم اته کسان نیول شوي دي.

سوداګر له هېواده وځي

Image caption کابل ښاریان وايي، په نویو بڼو غلا او شوکې کېږي، غله د امنیتي ځواکونو په جامه کې د خلکو له کورونو د پلټنو په پلمه غلا کوي.

په کابل او ځینو نورو لویو ښارونو کې له ځانمرګو بریدونو او چاودنو وروسته انسان تښتونکي او وسله والو ډلو شتون د خلکو ژوند ګواښي، دا ګواښ دومره لوړ شوی چې ځينې سوداګر او لوړپوړي چارواکي خپلې کورنۍ له هېواده بهر ولېږي.

د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي څېړنو مخکېنی مشر عبدالغفار سید زاده د کورنیو چارو وزارت دا تازه ګام د زړورتیا یوه نښه بللې، خو باور یې دا دی چې په دې برخه کې د حکومت قوي هوډ او ملاتړ ته اړتیا ده.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به د هغو مافیا او نیمه دولتي، سیاسي او نالیدل کېدونکو زورواکانو نوملړ خپور کړي، چې له دولتي امکاناتو په مستقیم او یا نامستقیم ډول ګټه اخلي او عام امنیت ګډوډوي.

خو تر اوسه چې جوته شوې ده، د هغو کسانو نومونه نه دي افشا شوي چې مافیا او یا لوی مجرمان ګڼل کېږي.

د غلا یوه بېلګه

ډاکټر جاوید نهه ورځې د کابل ښار په زړه کې د انسان تښتوونکو په منګولو کې و. پر لاسونو، پښو او بدن یې د ربړونې نښې له ورایه ښکاري.

دی د کابل ۴۰۰ بستریز پوځي روغتون ډاکټر دی او کله چې غوښتل یې په خیرخانه سیمه کې له خپلې شخصي معاینه خانې کور ته لاړ شي وتښتول شو.

دا انسان تښتونې د قضیو له ډلې یوه ده، چې د امنیتي ځواکونو په مرسته له دغه بنده خلاص شو.

کابل ښاریان وايي، په نویو بڼو غلا او شوکې کېږي، غله د امنیتي ځواکونو په جامه کې د خلکو له کورونو د پلټنو په پلمه غلا کوي. ددې ښار ځینې اوسېدونکي وايي، د ګرځېدو راګرځېدو پروخت د خپل ځان او مال په اړه اندېښمن وي.

Image caption همدې ګڼې ګوڼې د غلو او جرم کوونکو کار اسانه کړی خو د پولیسو يې سخت کړی دی.

په خواله رسنیو کې هم کله ناکله د تښتول شویو ماشومانو زړه بوږنوونکي انځورونه او ویډیوګانې ښکته پورته کېږي، چې د همدې ماشومانو له ډلو ځینې یې د ښه قسمت څښتن وي چې د پیسو په بدل کې خوشي کېږي، خو ځینې نور بیا د انسان تښتوونکو له خوا د پیسو نه ترلاسه کولو له امله وژل کېږي.

بل لور ته د پلازمېنې اوسېدونکي وايي، د موټرو او له ګاډو د پلیټونو غلا دوی ته لوی سرخوږی دی.

ورته مطالب