د مزار امنيتي حالت
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مزار شريف امنيتي حالت

د افغانستان شمال مزار شریف کې کمسارې پراختیا، د زورواکو خپل سري او بلخ ته د بېځایه شوو ډلیز ورتګ، د دغه ولایت امنیتي ځواکونه له ننګونو سره مخامخ کړي دي.

د بلخ امنیه قومندان بیا وايي د دغو ننګونو او امنیتی اندېښنو د حل په موخه یې پر یو شمېر تدبيرونو پیل کړی چې یو یې هم د پولیسو د شمېر ډېرول دي.

اوس سره له دې چې په دې ښار کې د جرمونو زیاتېدو خلک اندېښمن کړي خو د پولیسو د دوو ځانکړو ډلو ورلېږلو سره یو څه هیلې هم زياتې شوې دي.