د سولې خبرې: عمر داودزی اسلام اباد ته رسېدلی

عمر داودزی د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان سولې عالي شورا د دارالانشا مشر او د سولې په چارو کې د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی په دوه ورځني سفر نن سه شنبه اسلام اباد ته تللی او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره لیدنې کتنې پيل کړي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت سرچینې وايي، نن سه شنبه ښاغلي داودزي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره لیدلي او سبا به د دغه هېواد پر نورو چارواکو سربېره د پوځ له مشر سره هم وویني.

د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي، چې وسلوالو طالبانو له امریکا او نورو هېوادونو سره خبرې پېل کړې، خو لا هم له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته نه حاضرېږي.

د ځينو سرچینو په خبره د افغان پلاوي په اوسني سفر کې به د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو موضوع هم یادېږي.

'چې طالبان مخامخ خبرې ونه کړي، ناسته مه ورسره کوئ'

د ایران او طالبانو خبرې: افغانستان، د سولې هڅې باید د حکومت له لارې وشي

غني او قریشي د سولې بهیر پر راتلونکو ګامونو خبرې وکړې

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ۲۰۱۸م میلادي کال اکتوبر میاشت کې د سیمې سفرونو پېل کړل او وروسته يې طالب استازیو سره مخامخ لیدنې هم وشوې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان ولسمشر ځانګړی استازی عمر داودزی داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي، چې وسلوالو طالبانو له امریکا او نورو هېوادونو سره خبرې پېل کړې

ټاکل شوې چې روانه اونۍ د دواړو لوریو ترمنځ په دوحه کې بیا لیدنې وشي.

وسلوال طالبان چې له افغان دولت سره يې مخامخ له خبرو انکار کړی، تېره اونۍ يې استازو تهران ته سفر کړی و او په همدې ترڅ کې يې تردې وړاندې روسيې او د ځينو نورو هیوادونو سفرونه هم کړي.