د طالبانو او امریکا خبرې؛ د پردې تر شا څه روان دي؟

زلمی او ستانکزی د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکلې وه د جنورۍ په ۹ او ۱۰ هم طالبان قطر کې سره وویني، خو ویل کېږي دا خبرې وځنډېږي.

ګومان کېده چې افغان طالبان او امریکایي چارواکي به دا اونۍ د سعودي عربستان په جده کې پر افغان سوله ناسته وکړي. خو طالب مشرانو په دوو لاملونو نه غوښتل چې دا خبرې په جده کې وشي.

لومړی دا چې تېر کال د نړۍ د عالمانو کنفرانس کې، چې مکه مکرمه کې ترسره شو، سعودي د طالبانو جګړه ناروا وبلله.

دویم دا چې سعودي په دې وروستیو کې پر طالبانو فشار ډېر کړی چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وکړي، خو طالبان دا نه مني.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو لپاره باید ځینې مهمې پرېکړې یا تاریخي کارونه وکړي او په دې توګه د امریکایانو رایې واخلي.

نوموړي په دې لړ کې له سوریې د پوځیانو د ایستلو ناڅاپي اعلان وکړ او بیا یې په افغانستان کې هم د امریکایي پوځیانو د کمولو خبره را پورته کړه.

د امریکا د افغان ستراتیژۍ مهم ټکي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ له دې خبرو وروسته چې خپل پوځ باسي، د طالبانو دریځ سخت شوی دی.

په اوږدمهال کې د افغانستان لپاره د امریکا ستراتیژي دوه مهم ټکي لري.

لومړی دا چې واشنګټن ډاډ غواړي چې بیا به له افغانستان ورته کوم ګواښ نه پېښېږي.

دویمه مهمه خبره دا ده چې امریکا د افغانستان په بګرام کې دوامداره پوځي اډه غواړي.

تېره میاشت د ابوظبۍ ناسته کې د زلمي خلیلزاد ټینګار په درې میاشتني اوربند و.

د دې لپاره نوموړي د پاکستان، سعودي او متحده عربي اماراتو له استازو وغوښتل چې پر طالبانو فشار راوړي.

همداراز خلیلزاد د هغو دوو امریکايي وګړو پر خوشي کېدلو ټینګار وکړ چې کابل کې د امریکایي پوهنتون استادان وو او طالبانو برمته کړي.

د طالبانو دریځ ولې سخت شوی؟

د انځور حقوق EPA
Image caption له امریکا سره تر خبرو مخکې طالبانو مسکو کې هم خبرې درلودې.

د طالبانو غوښتنه بیا له افغانستان د امریکایانو د وتلو ترڅنګ، د طالب بندیانو خوشي کول او د طالب مشرانو نومونه له تور لیسته ایستل وو.

طالب استازو دا هم وویل چې له افغانستان د امریکایانو تر وتلو وروسته به طالبان د امریکا لپاره ګواښ نه وي.

طالبانو د ناستې په پای کې وویل چې دوی به د دې ناستې راپور خپلو مشرانو ته ورکړي او بیا به سعودي او امارات له خپلې پریکړې خبر کړي.

په دې ناسته کې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر تر څنګ د طالبانو د مشر ملا هبته الله اخندزاده او د هغه د مرستیالانو ملا یعقوب او سراج الدین حقاني استازي هم وو.

په نورو کسانو کې په قطر کی د طالبانو د سیاسي دفتر مشر عباس ستانکزی، د طالبانو د واکمنۍ د پوهنې پخوانی مرستیال وزیر سلام حنفي، د پلان پخوانی وزیر دین محمد حنیف، د کورنیو چارو پخوانی وزیر خیرالله خیرخواه، پخوانی لوی درستیز او د دفاع مرستیال وزیر محمد فضل او د کابل لپاره د طالبانو د شورا رییس مولوي احمدالله شامل وو.

د ملا عمر په واکمنۍ کې لیدنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ویل کېږي امریکا پر ۱۹۹۸ کال هم له طالبانو سره خبرې وکړې او بیا یې پر ۲۰۱۲ کال دا لړۍ بیا پیل کړه.

د طالبانو دریځ په دې غونډه کې تر پخوا سخت مالومېده.

دوی په دې پوهیدلي چې امریکا له افغانستان د وتلو په حال کې ده او ګواکې دوی بریالي کیږي.

دا د امریکا او طالبانو تر منځ لومړنۍ خبرې نه وې. بلکې دواړو خواوو ان په ۱۹۹۸ کال کې د ملا عمر د مشرۍ په ورځو کې هم اړیکه سره نیولې وه.

افغانستان کې د امریکا پوځي افسر ډګروال کریستوفر کولینده او پخوانۍ سفیرې روبین رافیل له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۲ کال په قطر کې درې ځله له طالبانو سره د تړلو دروازو تر شا ولیدل.

په دې لیدنو کې جوته شوه چې طالبان افغانستان کې د امریکایي پوځیانو له شتون سره ستونزه نه لري.

هغه مهال د طالبانو دریځ ډیر نرم او سولې ته لیوال وو.

طالبانو کریستوفر ته وویل چې که د کابل حکومت اساسي قانون کې بدلون راولي او طالبانو ته په حکومت کې برخه ورکړي نو دوی په ټول شموله افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شتون سره ستونزه نه لري.

تر یوه وخته پورې طالبانو د سولې لپاره بیړه درلوده. د دوی ویره دا وه چې که هېواد کې داعش جنګیالي پیاوړي شي نو له افغانستان به دویمه سوریه جوړه شي.

له څو ځله پټو خبرو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په تېره جولای میاشت کې له طالبانو سره د ښکاره خبرو امر وکړ او ورسره سم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړ پوړې ډیپلوماټې الېس وېلز له طالبانو سره په تېر جولای کې په قطر کې ولیدل.

د ولایتونو غوښتنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ او عمران خان له ټوېټري ناندریو وروسته د امریکا ولسمشر له پاکستان وغوښتل چې طالبانو سره خبرو کې همکاري وکړي.

په دې خبرو کې طالبانو غوښتنه وکړه چې امریکا دې دوی ته په دوه ولایتونو کی د ازاد تګ راتګ اجازه ورکړي.

له دې غونډې وروسته طالبانو نیویارک ټایمز ته وویل چې امریکایانو په افغانستان کې دایمي پوځي اډې غوښتې.

په دې ناسته کې له افغان حکومت سره د طالبانو یو ځایولو باندې هم خبرې شوې او پریکړه وشوه چې خبرې به دوام ولري.

خو اوس داسې ښکاري چې وضعیت بدل شوی او د طالبانو په دریځ کې هم بدلون راغلی.

د سولې په خبرو کې د خلیلزاد بیړه، له سوریې د امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان او په افغانستان کې هم د امریکایي پوځیانو د کمښت خبره د دې سبب شوه چې د طالبانو دریځ بېرته سخت شي.

طالبان اوس فکر کوي چې له امریکا سره د ۱۷ کلنې جګړې ګټلو ته نژدې شوي.

د لیکوال په اړه:

هاشم وحدتیار په واشنګټن کې د نړیوالو چارو د انستیتیوت مشر دی. نوموړی تر دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ویاند او د افغانستان او د ګاونډیو هېوادونو لپاره یې د پرګرام مسوول و.