'۲۰۱۸ د افغان خبریالانو لپاره یو بل خونړی کال'

څو اونۍ مخکې د بې پولې خبریالانو ټولنې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد یاد کړی و. د انځور حقوق Getty Images
Image caption څو اونۍ مخکې د بې پولې خبریالانو ټولنې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد یاد کړی و.

په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېر ۲۰۱۸ کال کې په بېلا بېلو ترهګریزو بریدونو کې ۱۷ افغان خبریالان وژل شوي دي.

ویل کېږي دغه پېښې د وړم ۲۰۱۷ کال پرتله ۲۵ سلنه کموالی ښيي. ۲۰۱۷ کال کې ۲۰ خبریالان افغانستان کې وژل شوي وو.

بل خوا ولسمشرمحمد اشرف غني افغان امنیتي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د خبریالانو امنیت ساتنې لپاره ځانګړي وړاندېزونه ور ته وکړي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه داسې حال کې په تېرکال کې افغان خبریالانو ته د اوښتې مرګژوبلې شمېرې اعلانوي چې پرون په فراه کې د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال د وسلوالو طالبانو له خوا ووژل شو.

Image caption احمد شاه تر وژل کېدو وړاندې له بي بي سي سره کابو یو کال د ولایتي خبریال په توګه دنده ترسره کړه

د ۲۰۱۸ کال په وژل شويو خبريالانو کې د بي بي سي خبريال هم شامل و چې د اپرېل په دېرشمه نېټه په خوست کې د یو شمېر وسله والو په ډزو ووژل شو.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه وايي په تېر ۲۰۱۸ کال کې له خبریالانو سره د شوی تاوتریخوالي ۱۲۱ پېښې ثبت شوي دي.

د خبریالانو د دغه ملاتړي بنسټ د کلني راپور له مخې د تاوتریخوالي په دغه شمېر کې ۱۷ د وژنې پېښې دي.

افغان خبریالان او پر وړاندې يې ننګونې

سفما: ځینې افغان رسنۍ خپل خبریالان ګواښي

'ناټو او افغان حکومت دې د خبریالانو خوندیتوب تضمین کړي'

د دغې کمېټې مشر نجیب شریفي وايي، له خبریالانو سره د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په کابل کې رامنځته شوې او تر ټولو لږ یې بیا د افغانستان په شمالي زون کې شوې دي:

''۲۰۱۹ کال د نورو کلونو په شان د خبریالانو او رسنیو کار کوونکو لپاره وینه لړلی کال شمېرل کېږي. په دغه کال کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې له خبریالانو او د رسنیو له کارکوونکو سره د تاوتریخوالي ۱۲۱ پېښې ثبت کړي دي.

په دغو پېښو کې د وژنې، ټپي کېدو، ګواښونه، د لنډمهال لپاره نیونې او تښتونې پېښې شاملې دي. په ۲۰۱۸کال کې ۱۷ خبریالان وژل شوي دي. ''

د انځور حقوق JAVID NOORI/FB
Image caption ولسمشرغني په داسې حال کې د افغان خبریالانو د امنیت ساتنې لپاره د ځانګړي پام ژمنه کوي، چې پرون فراه کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ خبریال جاوید نوري وسلوالو طالبانو وواژه

د کمېټې په وینا د دغو ترهګریزو بریدونو له ډلې د ۱۵ مسؤلیت وسلوالو طالبانو او داعش ډلې منلی دی.

د دغه بنسټ په وینا له رسنیزو کار کوونکو سره له تاوتریخوالي، سره سره بیا هم په ۲۰۱۸ کال کې ۵۷ بېلا بېلې رسنۍ، چې ټلویزیونونه، راډیوګانې او چاپي خپرونې په کې شاملې دي، نوی فعالیت پیل کړی دی.

خبریالانو سره د تاوتریخوالي دا شمېرې په داسې حال کې ویل کېږي، چې تېره اونۍ د افغانستان کورنیو چارو وزارت نوي سرپرست وزیر امرالله صالح د ټولو ولایتونو امنیه قومندان او د ولایتونو رسنیز کار کوونکي له رسنیو سره له مرکې منع کړي وو.

د ښاغلي صالح پر همدې پرېکړې په یو شمېر ولایتونو کې د خبریالانو او د هغوی ملاتړو بنسټونو نیوکې وکړې، چې بالاخره موضوع تر ولسمشر محمد اشرف غني ورسېده.

ښاغلي غني په ارګ د ۳۴ ولایتونو له ازادو خبریالانو سره په ناسته کې ژمنه وکړه، چې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه به د کابینې غونډه کې مطرح کوي.

ولسمشرغني افغان امنیتي بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې د خبریالانو امنیت ساتنې لپاره ځانګړې وړاندېزونه ورته وکړي.

ولسمشرغني په داسې حال کې د افغان خبریالانو د امنیت ساتنې لپاره د ځانګړي پام ژمنه کوي، چې پرون جنوري نهمه فراه کې د یوې سیمه ییزې رسنۍ خبریال جاوید نوري وسلوالو طالبانو وواژه او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې جاوید نوري د حکومت کار کوونکی و.

د بې پولې خبریالانو ټولنې په یوې خبرپاڼه کې دغه پېښه غندلې ده.

د فراه والي شعیب ثابت بي بي سي ته وویل، نوري د حکومت سره د کار تر څنګ د خبریال په توګه هم په رسنیو کې کار کاوه.

څو اونۍ مخکې د بې پولې خبریالانو ټولنې افغانستان د خبریالانو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد یاد کړی و. تېر۲۰۱۷ کال هم افغانستان د نړۍ په کچه د رسنیز کارونو لپاره خطرناک هېواد پېژندل شوی و.