افغان حکومت له جرمني اېستل شوی کډوال ونه مانه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رسمي شمېرو له مخې تېرو دوو کلونو کې ۴۰۰ افغان کډوال له جرمني هېواد ته ستانه کړل شوي دي.

جرمن رسنۍ وايي، افغان حکومت هغه افغان کډوال بېرته جرمني ته ستون کړ، چې د جرم له امله له جرمني اېستل شوی او کابل ته لېږل شوي و.

د جنورۍ په اتمه په ۲۰۱۹ کال کې له جرمني د اېستل شویو افغان کډوالو لومړۍ ډله کابل ته ورسېده، خو د نورو شړل شویو اپوټه یو ۲۳ کلن ځوان ونه منل او بېرته جرمني ته واستول شو.

دغه افغان پر ۲۰۱۰ کال جرمني کې پنا غوښتې وه، خو وروسته د جرم له امله بندي شوی و.

* جرمني کې افغان کډوال د قتل په تور زنداني شو

* جرمني کې افغان کډوال ماشوم له انګلا مېرکل مننه وکړه

* سږ کال له جرمني ۵۵ زره کډوال پخپله خوښه وتلي

د جرمن رسنیو د رپوټ له مخې، افغان حکومت د دغه کډوال د نه منلو لامل د هغه رواني ناروغي بللې، نه جرمي مخینه.

د کابل او برلین د ۲۰۱۶ کال د تړون له مخې، که جرمني کې د کومو افغانانو کډوالي نه منل کېږي، نو افغانستان ته استول کېږي.

خو زیانمن کسان په دې تړون کې نه راځي.

اوس له کابل ستون شوی کډوال د باواریا مرکز یوه بند کې دی او د خپلې دوسیې بیا کتلو ته منتظر دی.

د کډوالو اېستلو تړون

د انځور حقوق Getty Images

جرمني د ۲۰۱۶ کال وروستیو کې د افغان کډوالو ستنول پیل کړل.

د رسمي شمېرو له مخې په دغه مهال په ۱۴ الوتنو کې ۴۰۰ افغانان له جرمني افغانستان ته لېږل شوي دي.

په دوی کې یو ۲۳ کلن ځوان د کابل یوه هوټل کې ځان وواژه.

اووه میاشتې مخکې یو بل افغان چې اېستل شوی و بیا جرمني ته وبلل شو او پنا ور کړل شوه.

په زرګونو افغانان د نږدې څلوېښت کلنې جګړې له امله د ارام ژوند په موخه لوېدیځو هېوادونو ته ځي او هلته یې نه منل کېدل ستونزې جوړوي.

ورته مطالب