ورځپاڼو ته کتنه؛ کاناډا یو میلیون کډوال مني

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کاناډا د کډوالو چارو وزیر وايي، نوي کډوال به د کار ځواک زیاتولو کې مرسته وکړي.

امريکايۍ د هېل ورځپاڼې ليکلي کاناډا په پام کې لري چې راتلونکو دریو کلونو کې څه د پاسه يو ميليون کډوال ومني.

د دغه هېودا پارلمان اعلان کړى چې تر ٢٠٢١ م کال پورې ډېرو نورو وگړو ته تابعيت ورکړي.

کاناډا په ٢٠١٧ م کال کې ٢٨٦ زره کډوال منلي و او ټاکل شوې سږ ٣٥٠ زره او راتلونکو دوو کلونو کې شا وخوا ٧٣٠ نوي کډوال ومني.

د کاناډا له خوا د کډوالو مسلې د ډېرو لوېدیځو رسنیو پام ور خپل کړی دی.

سي اېن اېن هم لیکلي چې د کاناډا د پارلمان نوې پرېکړه په دې مانا ده چې هر کال د خپلو وګړو نږدې یوه سلنه کډوال مني.

د کاناډا د کډوالو، پناغوښتونکو او وګړتوب چارو وزیر احمد حسین د پارلمان د دې پرېکړې مننه کوي او وايي، دغه هېواد ته د نویو تلونکو کسانو هم مننه او هرکلي کوي:

د ډېر شمېر نویو راتلونکو مننه، موږ یې هېواد ته د راتلو هرکلی کوو.

احمد حسین چې خپله هم سومالیا توکمه دی، وايي، نوي کډوال به د کاناډا د بوډا وګړو کمولو کې مرسته وکړي او د نوزېږو زیاتېدلو سره به دغه هېواد کې کارځواک( د کار قوه) ډېره شي.

کاناډا چې نږدې هر کال د نړۍ له مختلفو هېوادونو کډوال مني، تر ډېره یې د هر سفارت وېبپانه کې د کډوالۍ او ویزې غوښتنلیک برخه هم وي.

افغان حکومت او د سیالانو او وفادارو نوې ډلې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption صالح او خالد دواړه د دوو بهیرونو مشران او له دندو مخکې یې پر حکومت نیوکې کولې.

واشنگټن پوست وايي افغان حکومت چې د جگړې په ډگر او د سولې په هڅو کې په بوخته کې ښکېل دى، د سيالانو او وفادارو نوې ډلې رامنځته کړې دي.

د ورځپاڼې په وينا ولسمشر غني د يوه ستر مخالف گوند غړى او خپل ټينگ منتقد امرالله صالح د کورنيو چارو وزير، او په همدې حال کې د ملي امنيت پخوانى مشر اسدالله خالد د دفاع وزير او د کورنيو چارو پخوانى وزير عمر داود زى د سولې عالي شورا د مشرتابه غړى وگوماره.

ورځپاڼه وايي ښاغلی غنی چې په تېر اکتوبر کې په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې وې او نوموړي د ملي امنيت شورا د خيالولي پخواني سلاکار حنيف اتمر له استعفا سره کمزورى شوى و حمدالله محب چې د هغه له ټينگ ملاتړ برخمن دى پر دغه دندې وگوماره.

ورځپاڼې د افغان چارو د څارونکي او ستراتيژيکو مطالعاتو د انسټيټيوټ مشر داود مراديان څرگندونې راخيستې چې وايي کابل کې داسې يو احساس رامنځته شوى چې چارې اوس ډېرې همغږې او يوالى رامنځته شوى.

نوموړي ويلي د طالبانو تگلاره دا وه چې وېش رامنتځه کړه او حکومت وکړه( بېل یې کړه اېل یې کړه). خو اوس هغه کسان چې لا هم حکومت سره توپيرونه لري وايي اړتيا ده چې د حکومت ملاتړ وشي.

د افغان هوايي ځواک د رغولو نه ختمېدونکې لار

Image caption عمر داودزی هم داسې څوک بلل کېده چې ممکن د مختلفو ګوندونو د ګډ نوماند په توګه ولسمشرۍ ته کاندید شوی وی.

نيويارک ټايمز په يوه مطلب کې ليکلي چې امريکا په تېرو يوولسو کلونو کې د افغان هوايي ځواک په جوړولو اته ميليارد ډالر ولگول خو دغه ځواک لا هم په بوخته کې ښکېل دى او د رغولو چاره يې لا هم په زړه تنگوونکي ډول روانه ده او د ختمېدو نښې يې نه تر سترگو کېږي.

ځېنې کارپوهان وايي افغانان به د کلونو لپاره د تجهيزاتو د بيا رغونې او نور هوايي ملاتړ برخه کې پر امريکا تکيه وي.

د ورځپاڼې په وينا دغه راز تړاو به د افغانستان له اوولس کلنې جگړې د لاس پر سر کېدو لپاره د ولسمشر ټرمپ هڅې لا پېچلې کړي.

د افغان پوځ او هوايي ځواکونو جوړښت او روزنه له کلونو راهيسې له افغانستان د امريکا د وتلو د ستراتېژۍ يوه برخه ده چې افغان پوځ وتوانېږي په يوازې سر د اورپکو پر وړاندې جگړه وکړي.

د ورځپاڼې په وينا داسې برېښي چې په تېر ډسمبر کې د ولسمشر ټرمپ د نيمايي امريکايي ځواکونو د ايستنې پلان له اعلان سره دا تگلاره کمزورې شوه.

د امريکا پوځي چارواکو خبردارى ورکړى چې افغانان د خطرناک ډول د خپلواکې دفاع چمتوالى نه لري.