د افغانستان ۶۰ کاله پخواني انځورونه چې لږ لیدل شوي

شپېته کاله پخوا یو څېړونکی او ژبپوه له خپلو ملګرو سره د افغان ژبو د اطلس جوړولو لپاره ټول افغانستان کې وګرځېد.

پروژه یې بشپړه شوه، خو خپره نه شوه. د سوېس برن پوهنتون دې ټولو کلونو کې د پروژې ټول مواد خوندي ساتلي دي.

کاوون خموش له دې عکاسې او د پروژې د اطلس له انځورګرې لي ګپګ سره لیدلي او دا انځورنه یې تر اخیستي دي.

گنجینه افغانستان
Image caption لي او ملګري یې افغانستان کې په ۱۹۶۰ کلونو کې.
گنجینه افغانستان
Image caption د دې ډلې انځورونه د هغه وخت افغانانو ژوند ښيي، لکه دا مېرمن چې تنور ته ولاړه ده او ډوډۍ پخوي.
گنجینه افغانستان
Image caption دوی داسې وخت افغانستان ته تللي وو چې د دې هېواد ډېر ګرانبیه لرغونتوکي ژوندي یا لاس نا خوړلي و، لکه د بودا مجسمه چې د طالبواکۍ پر مهال ونړول شوه.
بامیان
Image caption لي د بامیان سمڅو کې .
گنجینه افغانستان
Image caption لي ګلپک د خپلې نقاشۍ لپاره اول انځور اخیست، کرکټرونه یې د هغه له مخې انځورول. دې برخه کې یې کتاب هم چاپ کړی دی.
گنجینه افغانستان
Image caption پخواني کابل کې په کار بوخت سړی.
بامیان
Image caption غور کې جام منار چې د غورځېدلو او له نړیوالو کلتوري میراثونو د ورکېدو ویره یې ده.
بامیان
Image caption جورج رادراد له لي او د سوېس او ناروې له دوو افغانپوهانو او څلورو افغان زدکوونکو سره څلور کاله د افغان ژبو پر پروژه کار وکړ.
بامیان
Image caption روسي جیپونه د هغه وخت د لېږد وسیلې وې، خو لي وايي، له دا ډول وسیلو سره یې اوږده سفرونه ستونزمن و.
گنجینه افغانستان

برن پوهنتون بي بي سي ته دا انځورونه ور کړي دي.