ناقانونه وسله لرونکو ته د کورنیو چارو وزارت ضرب الاجل

ناقانونه وسله وال د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د کورنیو چارو وزارت وايي، د مجرمانو نوملړ هم خپروي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت هغو کسانو ته چې د لسګونه میله ناقانونه وسلو په درلودلو تورن دي، ۲۴ ساعته وخت ورکړی چې پولیسو ته ځان تسلیم کړي.

د ناقانونه وسلو په درلودو د تورنو ۱۶ کسانو لست څو ورځې وړاندې خپور شو.

کورنیو چارو وزارت ویلي، که دغه کسان حساب کتاب ته حاضر نه شي، له افغانستانه به ممنوع الخروج او پانګې به یې کنګل شي.

په ورته وخت کې دغه وزارت خبرداری ورکړی چې د امنیتي ادارو له پرسونل پرته نور هېڅوک اجازه نه لري چې د موټرو په باډیو کې ساتونکي او نیمه درنې وسلې ولېږدوي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي چې دغه ګام یې د خلکو په غوښتنه د هغوی د رواني امنیت د ټینګښت په موخه پورته کړی دی.

"کابل کې ۱۵سوه جنایتکاران چې ۲۰ بانفوذه کسان یې ملاتړ کوي"

کابل پولیس: د مجرمینو له لېسته مو ۸ کسان نیولي دي

افغان زندانونه؛ بندیان ډېر ځای او اسانتیاوې کمې

ښاغلی رحیمي وایي، له دې امر سره سم د ښار بېلابېلو سیمو کې د پولیسو څار ډېر شوی او سرغړوونکي به د قانون منګولو ته سپاري:

"د دفاع او د کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت ریاست له کارکوونکو پرته ټولو نادولتي کسانو په جدیت او وضاحت سره خبر ورکول کېږي چې د خپلو ګاډو په باډیو کې خپل ساتونکي ولېږدوي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کورنیو چارو وزارت ویلي، که د ناقانونه وسلو لرونکي کسان حساب کتاب ته حاضر نه شي، له افغانستانه به ممنوع الخروج او پانګې به یې کنګل شي.

ښاغلی رحیمي وايي، د امنیتي او دفاعي ارګانونو له مسؤولینو پرته نور هېڅوک هم نیمه درنې وسلې چې راکټ، پیکا او دهشکه پکې راځي، د خپل ځان ساتلو په موخه نه په ښارونو کې لېږدولی شي او نه یې هم په کورونو کې کارولی شي.

ورته مطالب