ايران باندې د امريکا د بنديزونو اغېز پر افغان کډوالو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ايران باندې د امريکا د بنديزونو اغېز پر افغان کډوالو

پر ايران د امريکا بنديزونو اغېز له امله زرګونه افغان کډوال او کارګر بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوالې ادارې ای او اېم ویلي په ۲۰۱۸ کال کې نژدې اته سوه زره افغانان د اقتصادي ستونزو له امله بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه ټولنه وایي پر ایران د امریکا نویو بندیزونو، د تومن بیه غورځولې او ګڼ افغانان مجبور شوي خپل کور او کار پرېږدي او افغانستان ته ولاړ شي.

محمد قاضي زاده نور جزییات راکوي.