افغان ټاکنې؛ جمعیت اسلامي ګوند وايي، عبدالله عبدالله یې د خپل نوماند په توګه ټاکلی

عبدالله عبدالله د انځور حقوق CEO
Image caption د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یوې مشورتي ناستې وروسته یې عبدالله عبدالله د خپل ګوند د نوماند په توګه ټاکلی دی.

د افغان ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوم لیکنې په لړ کې نن شنبه هم څلورو کسانو په رسمي ډول ځانونه ثبت کړل. په دغو کسانو کې ګلبدین حکمتیار، احمد ولي مسعود، رحمت الله نبیل او ابراهیم الکوزی شامل دي.

بل لور ته د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یوې مشورتي ناستې وروسته یې عبدالله عبدالله د خپل ګوند د نوماند په توګه ټاکلی دی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار نن شنبه "مرغومي ۲۹مه" د ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځان نوماند کړ چې فضل الهادي وزین یې لومړی او حفیظ الرحمان نقي یې دویم مرستیال ټاکلی.

ښاغلی وزین د افغانستان ترکمن او حفیظ الرحمن نقي تاجک دی.

Image caption ښاغلی وزین (د حکمتیار ښۍ خوا ته) د افغانستان ترکمن او حفیظ الرحمن نقي تاجک دی.

د جمعیت اسلامي ګوند په خبرپاڼه کې راغلي چې د عبدالرشید دوستم په مشرۍ جنبش ګوند او د کریم خلیلي په مشرۍ د اسلامي وحدت ګوند یو - یو استازی به د ښاغلي عبدالله مرستیالان وي.

عبدالله ته نژدې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته وویل چې ښاغلي دوستم، عنایت الله فرهمند او ښاغلي خلیلي، اسدالله سعادتي ټاکلی چې له عبدالله عبدالله سره ټاکنیزه ډله کې یوځای شي.

بل لور ته ښاغلي حکمتیار د نوماندېدو پرمهال وویل، په پام کې وه د افغانستان سیاسي ګوندونه یوه سیاسي ټلواله جوړه کړي او یوازې د یوه ټاکنیز ټیم په توګه په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې سیالي وکړي.

ښاغلي حکمتیار په افغانستان کې ټلوالې ناکامې بللې چې په وینا یې دا ډول کمزورۍ او ناکامیو ټلوالې اړ کړې دي چې په خپلواک ډول ولسمشرۍ ټاکنو ته ودرېږي.

هغه د خپل راتلونکي پلان په اړه وویل چې په راتلونکې کې د واک پر وېش باور نه لري، بلکې بروسه یې دا ده چې یو پیاوړی مرکزي نظام افغانستان ژغورلی شي.

له قانوني لارې د نظام له منځه وړل

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه، حکومت د سولې، د کړکېچ هواري او بې وزلۍ او لوږې ورکولو لپاره پروګرام نه لري او په بې وزلۍ کې تر ستوني پورې ډوب دی، نو دا نظام باید له قانوني لارې پای ومومي.

د هغه په خبره، فډرالي نظام د هېواد د تجزیه کېدو لامل کېږي او صدارتي نظام بیا معکوسه پایله لري.

د حزب اسلامي امیر وايي، که د افغانستان ولسمشر شو، د اساسي قانون خپله طرحه به لویې جرګې ته د تصویب لپاره واستوي.

د انځور حقوق .

تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید کړ او وروسته یې وویل چې په "سوله او اعتدال ټیم" کې یې هوکړه کړې ده چې د خپل واکمنۍ شپږو میاشتو پورې به ددغه هېواد اساسي قانون تعدیل او بدل کړي.

خو ښاغلي حکمتیار د نظام بدلول "جفا" وبلله.

ده دا هم وویل چې د افغانستان د سولې بهیر باید پخپله د افغانانو ترمنځ مخته یوړل شي او د طالبانو پر هغه ټینګار یې هم نیوکه وکړه چې د سولې خبرې باید له بهرنیانو سره وشي.

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې لپاره یوازې یوه بله ورځ پاتې ده.

تر اوسه دغو ټاکنو ته اشرف غني، ګلبدین حکمتیار، عبدالله عبدالله رحمت الله نبیل، ابراهیم الکوزي، احمد ولي مسعود، محمد حنیف اتمر، عبداللطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، عنایت الله حفیظ، زلمي رسول، نورالحق علومي او فرامرز تمنا، په ګډون ۱۴ کسانو نوملیکنه کړې ده.

د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د روانې جدی/مرغومي له لومړۍ نېټې پیل شوی چې ددې میاشتې په دېرشمه نیټه پای ته رسیږي.

وړاندې افغان ولسمشر ته نژدې سرچینې ویلي، د محمد اشرف غني د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز ټیم مشخص او تایید شوی.

ورته مطالب