ولسمشرۍ ټاکنو ته د کاندیدانو نوملیکنه بشپړه شوه

  • 20 جنوري 2019 - 30 مرغومی 1397
ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption په مخکښو کاندیدانو کې ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله او د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر دي

یکشنبه د جنورۍ شلمه نېټه په افغانستان کې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوملیکنې وروستۍ ورځ وه. په ټوله کې ۱۸ کسانو ځانونه کاندید کړل، چې مخکښ کسان پکې اوسنی ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله او د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله یکشنبه په رسمي ډول ځانونه نوماند کړل. په دې سره راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ټول ټال نوماندانو شمېر ۱۸ ته ورسېد.

په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي غني لومړی مرستیال امرالله صالح او دویم یې سرور دانش دی.

ولسمشر غني له نوملیکنې وروسته وویل، د سیاسي خپلواکۍ تر څنګ اقتصادي خپلواکي زموږ اساسي هدف دی.

هغه وویل ''ما ته پوره صلاحیت راکړئ چې اساسي قانون بشپړ عملي کړم او د ټولو افغانانو لپاره د هغوی د حقونو برابري رامنځ ته کړم. ما ژمنه وکړه چې زموږ پروګرامونه او پلانونه به د سولې او امنیت، غوره حکومتولۍ ورټول وي.''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وړاندې، افغان ولسمشر ته نژدې سرچینې ويلي وو، د محمد اشرف غني د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز ټیم مشخص او تایید شوی دی.

ولسمشر غني زیاته کړه، په تېرو څلورو کلونو کې د هر بهرني سفر یو مهم ټکی دا و چې نړۍ ته وښیم د افغانستان جغرافیه تهدید نه بلکې، امن غوښتنه ده.

راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ اشرف غني وویل، غواړو افغانستان نه یواې د سیمې د هېوادونو لپاره څلور لاری وګرځي، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د همغږۍ او خواخوږۍ مرکز وي.

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته د نوماندانو د نوملیکنې پر وروستۍ د ملي یووالي حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله په رسمي ډول ځان نوماند کړ.

عبدالله عبدالله تر نوملیکنې وروسته خبریالانو ته وویل: "نن مې رسماً د جمعیت اسلامي ګوند د نوماند په توګه نوملیکنه وکړه."

ښاغلي عبدالله ترک توکمه عنایت الله بابر فرهمند لومړی مرستیال او د هزاره قوم اسدالله سعادتي دویم مرستیال غوره کړی.

همدا راز د شنبې پر ورځ د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر هم د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځان کاندید کړ.

نوموړي محمد یونس قانوني د خپل لومړي او محمد محقق د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا به درېیم ځل وي چې عبدالله عبدالله به د ولسمشرۍ ټاکنو کې سیالي کوي

تېره ورځ د افغانستان جمعیت اسلامي ګوند په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له یوې مشورتي ناستې وروسته یې عبدالله عبدالله د خپل ګوند د نوماند په توګه ټاکلی دی.

نن نور رحمان لېوال د ډاکتر عبدالهادي ذوالحکمت او یحیی ویاړ په مرستیالۍ ولسمشریزو ټاکنو ته ځان کاندید کړ. شیدا محمد ابدالي هم په وروستي ورځ خپل نوم ثبت کړ.

تر اوسه دغو ټاکنو ته اشرف غني، ګلبدین حکمتیار، عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل، ابراهیم الکوزي، احمد ولي مسعود، محمد حنیف اتمر، عبداللطیف پدرام، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، عنایت الله حفیظ، زلمي رسول، نورالحق علومي، فرامرز تمنا، نور رحمن لېوال او شیدا محمد ابدالي په ګډون ۱۸ کسانو نوملیکنه کړې ده.

د انځور حقوق Atmar Facebook
Image caption حنیف اتمر هم ځان د ولسمشر ټاکنو ته کاندید کړی

وړاندې، افغان ولسمشر ته نژدې سرچینې ويلي وو، د محمد اشرف غني د راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ټاکنیز ټیم مشخص او تایید شوی دی.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون اعلان کړی و چې ولسمشرۍ ټاکنې به د وري په ۲۱ یا د اپرېل پر ۲۰ ترسره شي. خو د تېر ډيسمبر په ۲۶ دې کمېسون وویل، چې، ټاکنې به د راتلونکي لمریز کال سرطان یا چنګاښ یا د ۲۰۱۹ کال جون کې ترسره شي.

هغه مهال د ټاکنو کمېسون ویل، چې د ولسمشرۍ لپاره د نوماندانو د نوم ثبتونې ورو بهیر د دې ټاکنو د ځنډېدو یو لامل شو.

ورته مطالب