د ورځپاڼو غورچاڼ: 'له طالبانو سره بل پړاو خبرې پاکستان کې کېږي'

  • 20 جنوري 2019 - 30 مرغومی 1397
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ارب نیوز ته ویلي د افغان سولې مسله ډېره حساسه ده او په کار ده چې په ډېر دقت یې پر وړاندې چلن وشي.

ډیلي ټایمز ورځپاڼه لیکي، په پام کې و چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد پاکستان ته خپل سفر پای ته ورسوي، خو د اوس لپاره د هغه د سفر موده غځول شوې ده او د ځینو سرچینو په حواله ښاغلي خلیلزاد په دې تمه اسلام آباد کې پاتې شوی چې له طالب استازو د خبرو بل پړاو تر سره شي هغسې چې د پاکستان مشرتابه له امریکايي لوري سره ژمنه کړې ده.

همدې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې لیکلي، لا هم هیله شته چې په پاکستان کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې وشي.

دې ورځپاڼې د طالب سرچینو په حواله لیکلي چې قطري چارواکو طالب استازو ته ویلي چې بل پړاو خبرې په دوحه کې نه بلکې په پاکستان کې ترسره کېږي.

ارب نیوز ورځپاڼې لیکلي د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغان سولې چاره یوه پېچلې مسله ده او په یوه یا دوه غونډو کې نه شي هوارېدای.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل ارب نیوز ته ویلي د افغان سولې مسله ډېره حساسه ده او په کار ده چې په ډېر دقت یې پر وړاندې چلن وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ورځپاڼې ته ویلي هېواد یې د افغان سولې د روان بهیر بشپړ ملاتړ کوي او د خبرو له لارې د یو جوجاړي لپاره خپل رول ادا کوي.

ده ویلي خبرې دوام لري او په دې پړاو کې هېڅ شی له پامه نه شي غورځول کېدای. ورځپاڼې د ځینو شنونکو په حواله زیاتوي چې پاکستان له خپل نفوذه کار اخلي خو تر اوسه د هېڅ کوم کره پرمختګ په اړه ډاډ نه شته.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان سولې لپاره د امريکا ځانگړي استازي زلمي خليل زاد ويلي په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره امريکا چمتو ده چې په داسې يوه بهير کې د ټولو افغان اړخونو مشروع انديښې او د سيمه ييزو هېوادونو مشروع گټې په پام کې ونيسې چې د افغانستان خپلواکي او حاکميت تضمين کړي.

ډیلي ټایمز د پاکستاني چارواکو په حواله زیاتوي چې په دې خبرو کې د سعودي عربستان او قطر چارواکي هم برخه اخیستلای شي.

دې ورځپاڼې لیکلي نن پاکستان ته مخکښ امریکايی سناتور لینډزي ګرېهام هم سفر لري او ښايي چې د افغان سولې د ملاتړ لپاره پاکستان ته ځینې وړاندیزونه له ځان سره ولري.

برتانوۍ ډیلې میل ورځپاڼې د زلمي خلیلزاد د وروستیو څرګندونو په تړاو چې وايي امریکا د ښکېلو خواوو مشروع اندېښنو ته پام کوي، خو په افغانستان کې سوله غواړي او لومړی باید جګړه پای ته ورسول شي، لیکلي چې پاکستان دولت هڅې کوي چې په پاکستان کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ خبرو ته لاره هواره کړي.

ورته مطالب