د لوګر پر والي ځانمرګي برید نژدې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

  • 20 جنوري 2019 - 30 مرغومی 1397
د لوګر ځانمرګی برید د انځور حقوق H. Waqid
Image caption برید د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د کابل دروازې سره نژدې شوی دی.

د لوګر د والي محمد انور اسحاق زي پر موټریز کاروان شوي ځان مرګي برید اته کسان وژلي او ۱۰ نور یې ټپيان کړي دي.

په کاروان کې له ښاغلي اسحاق زي سره د لوګر ولایت د ملي امنیت مشر هم مل و.

د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروي بي بي سي ته وویل چې برید له چاودېدونکو توکو ډک یوه موټر په وسیله شوی چې درې موټر یې هم ویجاړ کړي دي.

په برید کې ښاغلي اسحاق زي ته زیان نه دی اوښتی او له پېښې وروسته یوه خبري غونډه کې څرګند شو او ډاډ یې ورکړ چې ده او د لوګر د ملي امنیت مشر ته کوم زیان نه دی اوښتی.

برید د محمد آغې ولسوالۍ اړوند د کابل دروازې سره نژدې شوی دی.

د برید مسولیت وسله والو طالبانو منلی او ویلي یې دي هدف یې د ځانګړو ځواکونو قطار و.

مړه او ټپیان د والي ساتونکي، د ملي امنیت کارکوونکي او ملي پولیس دي.

ورته مطالب