قطر کې د طالبانو او امریکایي پلاوي خبرې پيل شوې

  • 21 جنوري 2019 - 01 سلواغه 1397
قطر د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption دا خبر په داسې مهال خپرېږي، چې دغې ډلې وړاندې په دوحه او وروسته په پاکستان کې له امریکایانو سره له غږېدو په دې دلیل انکار کړی و چې ګنې په مخکنۍ ایجنډا کې یې بدلون راوستی دی.

وسله والو طالبانو رسنیو ته په استول شوې یوه خبره پاڼه کې منلې ده چې نن دوشنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دوی د سیاسي دفتر استازو له امریکایي پلاوي سره خبرې پيل کړې دي. اعلامیه کې راغلي چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې به سبا سه شنبه هم دوام کوي

طالبانو تر وړاندې په دوحه او وروسته په پاکستان کې له امریکایانو سره له غږېدو په دې دلیل انکار کړی و چې ګنې په مخکنۍ ایجنډا کې یې بدلون راوستی دی.

د دې خبرو په درشل کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ لوی درستیز جوزیف ووټل په اسلام اباد کې د پاکستاني پوځ له مشر سره په کتنه کې پر افغان سوله او سیمه ییز ثبات خبرې کړې دي.

د پاکستان پوځ هم خپله وېبپاڼه کې ویلي چې جنرال جوزف ووټل او ورسره پلاوی د جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله او پخلاینه او همدارنګه سیمه ییز امنیت او نورو مسلو خبرې وکړې.

د دې بیانیې له مخې جنرال قمر جاوېد باجوه افغانستان کې سوله او ټیکاو د سیمې په ګټه وبلل او زیاته یې کړه چې پاکستان له محدودیتونو سره سره دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ور کوي.

د پاکستان د پوځ هڅې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې خبرو کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي ګډون لري

د پوځ د اعلامیې له مخې امریکايي پلاوي د سیمه ییز ټیکاو او سولې لپاره د پاکستان د پوځ هڅې وستایلې.

د امریکا او پاکستان ترمنځ له اوږدو ناندریو او په اړیکو کې له لوړو ژو رو وروسته ظاهرا په یوه ډراماتیک بدلون کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته نږدې سناتور د افغان طالبانو له ډلې سره د چلن په برخه کې د پاکستان د هڅو ستاینه کړې . لینزې ګراهام ویلي د پاکستان پوځ په تېرو اتلسو میاشتو کې داسې څه کړي چې امریکا یې په تېرو اتلسو کالونو کې د کولو هیله لرله.

هغه په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره له لیدنې وروسته د وسله والو ډلو پرضد د پاکستان د پوځ عملیات او پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار د غزولو ستاینه وکړه.

هغه له دې وړاندې پر پاکستان له دې امله سختې نیوکې کولې چې ګواکې د طالبانو ملاتړ کوي او د دغې ډلې وسله والو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی.

سناتور لینزي ګراهام خبریالانو ته وویل په پاکستان کې وروستیو بدلونونو دی هیله من کړی او دده په وینا لومړی وزیر عمران خان د بدلون عامل دی.

ورته مطالب