ولې یوه بزګر ځانته خپله کفن واخیست؟

ملاپا له ځان سره پر هغه ورځ د خپل مړي لپاره کفن، د مېرمنې لپاره بنګړي، اګربتۍ، د ګلونو هار او خپل فریم شوی تصویر راوړي وو. د انځور حقوق UMESH
Image caption ملاپا له ځان سره پر هغه ورځ د خپل مړي لپاره کفن، د مېرمنې لپاره بنګړي، اګربتۍ، د ګلونو هار او خپل فریم شوی تصویر راوړي وو.

تېر کال اګست کې د هند اندراپردېش ایالت کې یو بزګر ملاپا له کوره د سودا راوړلو په پلمه ووت. د بي بي سي تیلګو هرودایا ویهاري په خپل رپوټ کې وايي، د بزګر ملاپا کوروال هغه مهال نه پوهېدل چې ملاپا ځان وژني او د خپلو وروستیو مراسمو لپاره انتظام پسې له کوره وتلی و.

ملاپا له ځان سره پر هغه ورځ د خپل مړي لپاره کفن، د مېرمنې لپاره بنګړي، اګربتۍ، د ګلونو هار او خپل فرېم شوی تصویر راوړي وو.

ملاپا کلي ته له ستنېدو وروسته دغه شیان د خپل پلار پر قبر کېښودل، یوه کاغذ کې یې ولیکل چې له بانکونو او ځمکې څښتنانو اخیستی ۲۸۵ زره روپۍ پور نه شي لنډولی، ځکه ځان وژني.

نوموړي لیکلي وو، ځکه یې د خپل کفن انتظام وکړ چې نه غواړي له مړینې وروسته پر کورنۍ پیټی شي.

د دغه کوچني لیک له لیکلو وروسته ملاپا په خپله کرونده کې یو کوچني هټ ته لاړ چې د ارام لپاره یې هلته جوړ کړی و او هلته یې ځان وواژه.

د انځور حقوق NIYAS AMMED
Image caption د ملاپا زوی د پلار مړی په یوه جونګړه کې موندلی و

د هغې ورځې پر سبا د ملاپا زوی مداهوایا د نیکه پر قبر د پلار له تصویر سره یو ځای د هغه پرې ایښي څېزونه ولیدل.

هغه په سلګیو کې بي بي سي ته وویل:

''احساس مې وکړ، چې یو څه ورانی شوی او سملاسي مې هټ ته منډه کړه او د پلار مړی مې هلته ولید. ''

د ملاپا کیسه درودونکې ده، خو نن سبا هند کې دې ته ورته غمجنې خبرې ډېرې اورېدل کېږي.

د هندي بزګرو پر ګټه د دوی کم محصول، د اوبو کمښت او د تېرو څو کلونو سختو وچکالیو خورا ناوړه اغېز کړی دی.

د انځور حقوق PRESS TRUST OF INDIA
Image caption هندي بزګرو د احتجاج په توګه له رومیانو پرته خپل ځینې محصلات پر سړک شیندلي

د پور ختمولو کې پاتې راتلو له کبله د دغه هېواد بزګرو کې د ځانوژنې کچه تر خطرناکه حده لوړه شوې او له ۱۹۹۵ کال راهیسې نژدې ۳۰۰ زره بزګرو ځانونه وژلي دي.

د ملاپا کرونده کې د مومپلیو فصل له ورایه ښکاریده چې وچکالۍ ځپلی او په بازارونو کې د رومیانو بیې ناڅاپي لوېدو د ملاپا هغه ارمان هم نیمخوا پرېښود چې ګوندې پورونه به پرې کړي.

د رومیانو په څېر د ځینې محصولاتو پریماني بیا د دې سبب شوې چې بازارونو کې عرضه له غوښتنې ډېره شي او بیې یې وغورځي.

د ملاپا له مړینې وروسته حکومت د ده کونډې ته پنځه سوه زره روپۍ د تاوان په توګه منلې، خو کورنۍ یې وايي تر اوسه یې هيڅ نه دي ورکړي.

ځايي چارواکو اوس بي بي سي ته ویلي، د ملاپا د بانکي پور کچه به هم یونیم سل زره ته راټیټه کړې او بل لور ته یې زوی مداهیاوا راتلونکي موسم ته لا هم هیله من دی، چې ګوندې رومیان به یې ښه بیه ومومي.

Image caption د ملاپا مېرمن ماریکا وايي، دوی نه پوهېدل چې مېړه به یې ځان ووژني

د بي بي سي خبریال وايي، د ملاپا له کلي د ستنېدو پر مهال مې هغه عکاس ولید چې د ملاپا وروستی تصویر یې چمتو کړی و.

هغه وویل، د عکس فریم کولو لپاره یې دوې ورځې وخت غوښتی و:

''دوې ورځې وروسته چې راغی، ما یې تصویر نه و فریم کړی، نور وخت مې وغوښت خو هغه ټینګار کاوه، چې وخت نه لري، نور کارونه مې پرېښودل او هماغه وخت مې تصویر ورته فریم کړ، خو په ورځپاڼه کې یې د مړینې له خبر لوستو وروسته پوه شوم، چې دا هماغه سړی و او د ژوند وروستی تصویر مې ورته چمتو کړی. ''

عکاس ګویندو زیاتوي:

''که زه پوهېدای چې دی به ځان وژني، لږ تر لږه له خپل لوري به مې هڅه کړې وه، چې ویې ځنډوي. ''