ورځپاڼو ته کتنه: وروستي بدلونونه له افغانستان د امریکايي پوځ وتل لا پېچلي کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېره ورځ هم یو امریکايي سرتېري افغانستان کې وژل شوی. انځور پخوانی دی.

یو ایس اې ټوډي لیکي د افغانستان په تړاو کې روانه اونۍ کې رامنځته شوي بدلونونه ښايي له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو مسله لا پسې پیچلې کړي.

ورځپاڼه په دې برخه کې په میدان ښار کې د وړمې ورځې موټر بم برید او پرون د یوه امریکايي سرتیري وژل کېدو ته اشاره کوي.

ورځپاڼه لیکي ښايي د بل امریکايي سرتیري وژل کېدل د ټرمپ دریځ پیاوړی کړي خو په کور دننه له افغانستان د ځواکونو له وتلو سره له دې امله مخالفت کیږي چې ښايي هلته هم د عراق تجربه تکرار شي چې د امریکايي ځواکونو په وتلو سره داعش ډله رامنځته شوه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي په یوه وسله واله نښته کې یو امریکایی سرتیری وژل شوی او په دې سره دا دویم سرتیری دی چې په افغانستان کې وژل کیږي.

ورځپاڼه لیکي دا نه ده معلومه چې دا سرتیری چېرته وژل شوی خو زیاتوي د غوڅ ملاتړ ځواک وايي چې دا سرتیری له دوښمن سره په مخامخ جګړه کې پر ګولۍ لګېدلی او وژل شوی دی.

نیویارک ټایمز زیاتوي د وسله والو په برید کې دا امریکایی سرتیری داسې مهال وژل کیږي چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي چاروکو ترمنځ خبرې روانې دي او هلته دوه ورځنۍ خبرې دریمې ورځې ته هم غځېدلې دي.

ایرش ټایمز ورځپاڼې خپله سرمقاله افغانستان کې روانې شخړې ته ځانګړې کړې او لیکي چې له افغانستان د خپلو ځواکونو د اېستلو په اعلان سره د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه هڅې هیڅ په هیڅ کړې چې تېر کال یې د افغان ځواکونو د ملاتړ او په افغانستان کې یې د وضعیت د ښه کولو لپاره کړې وي.

ورځپاڼه لیکي دا ډول یوه اعلان د سولې په خبرو کې د امریکا دریځ کمزوری کړی دی.

قطرۍ دولتي ورځپاڼې الراية د افغانستان د شخړې په سوله ییز حل کې د قطر د رول په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي چې په تېر کې قطر په څو هېوادونو کې د شخړو په هواري کې رول لرلی او په شخړو کې د ښکیلو خواوو ترمنځ د خبرو اترو او سوله ییز حل کوربه پاتې شوی دی.

د مطلب لیکوال وايي د قطر بهرنۍ کړنلاره دا ځانګړتیا لري چې تل یې د وقایې بڼه لرلې او هڅه یې کړې چې د شخړو د مخنیوي او یایې د پراخیدو د مخنیوي هڅه وکړي.

په دې مطلب کې وړاندې ویل شوي چې د افغان شخړې په هواري کې د قطر رول په همدې لار کې یو بل مثال دی او په دې مسله کې پر قطر د لیکوال په وینا له دې امله باور کیږي چې سپیڅلی منځګړی دی ځکه کومه بله سیاسي ایجنډا نه لري او نه هم پر نورو خپلې غوښتنې مني.