د کابل له نیمايي ډېر تېل پمپونه بې معیاره او ناقانونه دي

تېل د انځور حقوق Getty Images
Image caption کابل کې یو چارواکی له پنځوسو ډېر پمپونه لري.

بي بي سي موندلې چې کابل ښار کې تر نیم ډیر د تیلو ټانکونه د قانون خلاف جوړ شوي او بې معیاره دي. په دې وروستیو کې د کابل ښار دریم مکرویانو سره د عبدالحق څلور لارې په څنګ کې په یوه پترول پمپ کې اور نږدې استوګنځي کې څو تنه ووژل او ځیني يي ژوبل کړل.

کابل ښار چې پنځه میلیونه نفوس لري او شاوخوا یو میلیون موټر پکې چلېږي، ور سره سم تر حد زیات د تیل او ګاز پمپونه هم پکې جوړ شوي چې په پلازمینه کې يي ژوند له خطر ډک کړی دی.

د قانون پر بنسټ د تیلو د ټانک او د استوګنځیو تر منځ باید زر متره واټن وي، خو په ډېرو سیمو کې د دې پمپونو څو زره لیتره اور اخیستونکې زخیرې له استوګنځیو یوازي یو دیوال واټن لري.

* د ولسمشر محمد اشرف غني کاري دفتر کې اور لګېدنه

* تر کابل وروسته د جلال اباد یوه مارکېټ کې اور

د کابل د اور وژنې پخوانی کارمن او کارپوه اینجینر شراف الدین اکبري وايي: "

د تیلو دا ډول پمپونه چې څنګ ته يې ګاز سټیشن هم جوړ شوی، د اوسېدو کورونه، سوداګریز مارکیټونه او تحصیلي بنسټونو یې څنګ ته اباد دي، دا د اور وژنې د نورمونو پر بنسټ مطلق بې قانونه دی".

د نوموړي په خبره، دا تر بم هم ډیر خطر لري، ځکه د سلګونه خلکو ژوند يې په خطر کې اچولی دی:

"ټول د تیلو او ګازو ټانګونه چې ښار کې څنګ پر څنګ جوړ دي باید د ښار څخه بهر و لیږدول شي. ځکه د خلکو ژوند او مال يي په خطر کي اچولي".

"د یوه چارواکي ۵۰ پمپونه"

د انځور حقوق Getty Images

کابل کې نژدې ۴۰۰ د تیلو ټانکونه شته چې شاوخوا ۹۰ سلنه يي خصوصي دي.

ډیری دغه پمپونه د یو شمېر زورواکو او چارواکو دي.

یوې حکومتي سرچیني د امنیتي دلایلو له امله له نومپرته بي بي سي ته وویل چې یوازې یو حکومتي چارواکی په کابل کې شاوخوا ۵۰ تېل ټانکونه لري.

د قانون پر بنسټ دغه پترول پمپونه باید په هر لېتر تیلو ۲۰ پوله د ماليې په ډول حکومت ته ور کړي.

د دغې سرچینی په خبره، د دغو ټانکونو زورور څیښتنان نه یوازې دا چې دغه مالیه نه ور کوي بلکې په دوی پورې تړلي وسلوال ان حکومتي چارواکي هم دغو پمپونو ته نږدې لا نه پرېږدي.

د افغانستان د ګاز او تېلو اداره هم د کابل ورستي اور او ورته احتمالي پېښو ته اندېښمنه ده.

دا اداره هم دا نه رد وي چې دغه ډېری ټانکونه بې معیاره جوړ شوي دي.

د دې ادارې مرستیال مصطفی خلازی وايي یو نوی طرزالعمل یې جوړ کړی چې پلي کېدو سره به یې دغه حالت کې جدي بدلون راشي:

"هغه چې له نوې پرېکړې او طرزالعمل مخکې جوړ شوي ، هغه کیدای شي د پخواني میکانیزم پر بنسټ سم وي. خو یو شمېر بیا د نوي طرزالعمل پر بنسټ نه دي برابر، چې باید تغیرات پکې راوړل شي. حد اقل تخنیکي تغیرات".

استوګنځي او پمپونه

د انځور حقوق facebook
Image caption عبدالحق څلورې لارې سره پمپ نږدې استوګنځي هم وسوځول

کابل کې ځینې د تیلو او ګازو ټانکونه د کورونو په منځ یا هم د اوسېدو د بلاکونو څنګ ته جوړ شوي دي.

په دوو ځایونو کې د تیلو پمپ د یوه خصوصي ښوونځي او یوه روغتون سره یوازې یو څو میتره واټن لري.

د کابل ښار دریم مکرویانو سره د عبدالحق څلور لارې په څنګ کې د پمپ اور شاوخوا خلک هم زیانم کړل.

دوی له حکومت غواړی چې استوګنځیو کې د دغه ډول ټانکونو فعالیت بند کړي.

د اعتراض کوونکو استازی حاجی ځیرک غوښتنه کوي چې ښار کې له استوګنځیو پترول پمپونه په ځانکړي ډول د ګازو پمپونه لرې کړي:

"په قانون کې روښانه دي چې د تیل ټانک او د استوګنځیو تر منځ باید څومره واټن وي. دغه فاجعه چې عبدالحق څلورلارې کې رامنځته شوه باید د ښار په نورو سیمو کې پېښه نه شي او دغې موضوع ته دې دولت جدي پام وکړي".

د خوندیتوب د مسایلو پر بنا پنځه ادارې د تیلو د ټانکونو د فعالیت جواز تاييدوي.

د انځور حقوق Getty Images

که څه هم له تیرې یوې نیمې لسیزې را هیسې په پلازمینه کې خورا ډېر د تیلو ټاکنونه جوړ شوي دي، مګر هیڅ داسې نمونه نشته چې وښيي د معیار نه پوره کولو له امله د تیلو کوم پمپ تړل شوی دی.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د تیلو د ټانکونو د ټولنې استازی حسیب رحیمي دا ردوي چې اکثره د تیلو ټانګونه بې معیاره او بې قانونه دي:

"که تاسې کابل ښار کې په پترول پمپونو کې د اور تاریخ ته وګورئ. په تیرو لسو کلنو کې تر ټول کم اور پکې لګېدلی دی، ان هغه پترول پمپونه چې په ښار کې بې معیاره جوړ دي هلته لا هم د خوندیتوب ټول وسایل چې د اور وژلو لپاره پکار دي په پام کې نیول شوي دي".

په تیره یوه نیمه لسیزه کې د تیلو کاروبار په افغانستان کې یوه ډېره ګټوره سوداګري بلل کیږي.

اور اخیستونکي مواد په ځانکړي ډول اوبلن ګاز چې غټ بالونونه يي د یو بم سره پرتله کیدای شي، ان د افغانستان د ډیرو ښارونو په عادي دوکانونو کې پلورل کیږي.

د اور وژني پوهان د اوسېدو په سیمه کي د اور اخیستونکو موادو ذخیره کول او پلور یو جدي ګواښ ګڼي او وايي وړه اورخیستنه ممکن د کابل د مکرویانو په ډول پېښه هر ځای را منځته کړي.

ورته مطالب