د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې؛ څوک د ولسمشر کېدو خوب ویني؟
افغانستان کې د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوملیکنې وروستۍ ورځ تېره یکشنبه (مرغومي ۳۰مه/ جنوري ۲۰مه) وه.
۱۸ نوماندانو خپل نومونه د سیالۍ لپاره ثبت کړل. ټاکل شوې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې راتلونکی لمریز کال د سرطان یا چنګاښ په ۲۹ مه نېټه ترسره شي. د ولسمشرۍ د نوماندانو لومړنی لیست به د سلواغې په ۱۶مه او وروستی نوملړ به یې د شکایتونو له ارزولو وروسته د وري په ۶مه خپور شي.
افغانستان کې لاندې کسانو ولمسشرۍ ته ځانونونه نوماند کړي.
محمد اشرف غني
محمد اشرف غني د افغانستان اوسنی ولسمشر د شاه جان احمدزي زوی دی. د ۱۳۲۸ لمريز کال د غويي مياشت کې يې په پلازمېنه کابل کې نړۍ ته سترگې غړولې دي. نوموړی د افغانستان سویلي ولایت لوګر دی.
محمد اشرف غني د "دولت جوړونکی" ټاکنیز شعار په غوره کولو امرالله صالح د زرغون بهیر مشر او د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر لومړی مرستیال او سرور دانش یوځل بیا د دویم معاون په توګه ټاکلي دي.
محمد اشرف غني د ولسمشر کرزي په دویمه دوره کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د لېږد د بهير مشر وټاکل شو. ښاغلي غني د افغانستان د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و، خو چانس ورسره ياري ونه کړه. اشرف غني د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جنبش د ګوند مشرعبدالرشید دوستم او د افغانستان د عدليې پخوانی وزیر سرور دانش خپل مرستيالان غوره کړي و چې په دې ټاکنو کې نوموړی د افغانستان ولمسشر وټاکل شو. اشرف غني د ریاستي نظام پلوی دی. د ۱۳۹۸ کال لپاره ښاغلي غني یوځل بیا ولمسشرۍ ته ځان نوماند کړ.
لوړې زده کړې یې په لبنان او امریکا کې کړي دي او د امریکا په یو شمیر پوهنتونو کې استاد پاتې شوی. د وگړپوهنې په څانگه کې د امريکا د کولمبيا له پوهنتون نه دوکتورا ترلاسه کړې ده.
عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اوسنی اجرایه مشر عبدالله عبدالله یوځل بیا ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړی.
نوموړی د غلام محي الدین خان زمریاني زوی دی چې په ۱۳۳۸ لمریز کال یې کابل کې نړۍ ته سترګې غړولي. د کابل طب پوهنتون یې لوستی.
د "ثبات او همپالنې" شعار په غوره کولو د هغه لومړی معاون عنایت الله بابر فرهمند د جنبش اسلامي ګوند استازی او دویم مرستیال یې اسدالله سعادتي د اسلامي وحدت ګوند استازی دی.
عبدالله عبدالله په ۱۳۸۸ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندۍ ته هم درېدلی و.
هغه مهال د حامد کرزي او عبدالله عبدالله ترمنځ د دویم پړاو ټاکنو ترسره کېدل اعلان شول. د ۱۳۸۸ کال د لړم په لومړۍ نېټه اعلان وکړ، چې د رایو د روڼتیا د تضمین په برخه کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پر ژمنتیا د شک له امله نه غواړي، چې په دویم پړاو ټاکنو کې ګډون وکړي. له دې سره حامد کرزی د افغانستان ولسمشر شو.
ډاکټر عبدالله عبدالله یو ځل بیا د ۱۳۹۲ کال په تلې میاشت کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره خپله نوماندي اعلان کړه. په لومړي پړاو کې هېڅ نوماند اکثریت رایه پوره نه کړه او د اوسني افغان ولمسشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې دوه مخکښ نوماندان و ترمنځ بیا ټاکنیزه سیالي وشوه.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې له مخې دویم پړاو ټاکنې د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۲۵ مه ترسره شوې. دویم پړاو ټاکنو د پایلې په اړه له جنجالونو وروسته د سیاسي توافقنامې له مخې په هېواد کې د ملي یووالي حکومت رامنځته شو، چې په کې ډاکټر محمداشرف غني د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرایوي رییس په توګه وټاکل شو. عبدالله عبدالله
محمد حنیف اتمر
محمد حنيف اتمر د محمد اصف اتمر زوی په ۱۳۴۶ لمزیز کال لغمان کې زېږیدلی.
محمد حنيف اتمر د عامه کړنلارو، نړېوالو اړيکو او د جگړې وروسته بيا رغونې په برخه کې ماسټري کړې.
ټاکنیز شعار یې "سوله او اعتدال" دی.
د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د حنیف اتمر لومړی معاون د اسلامي جمعیت ګوند استازی دی یونس قانوني. دویم مرستیال یې د خلکو د یوالي ګوند مشر محمد محقق دی.
محمد حنیف اتمر وړاندې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امنیت شورا سلاکار په توګه دنده کړې. لومړی ځل یې دی چې ولمسشرۍ ټاکنو ته ځان نوماندوي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې یې د کورنيو چارو، د ښوونې او روزنې او د کليو د پراختيا او بيا رغونې د وزير په توگه هم دندې ترسره کړي.
احمد ولي مسعود
احمد ولي مسعود د دوست محمد خان زوی په (۱۳۴۳ ه ش) کې زیږیدلی. نوموړی د "احمدشاه مسعود" په نوم بنسټ مشر دی. په ډیپلوماټیکو مطالعو کې یې زده کړې کړي.
ټاکنیز شعار یې "ملي وفاق" دی.
لومړۍ مرستیاله یې د افغانستان د لوړو زده کړو پخوانۍ وزیره فریده مومند او دویم مرستیال یې عبدالطیف نظری دی.
وړاندې په انګلستان کې د افغان سفير په توګه دنده کړې.
ګلبدین حکمتیار
ګلبدین حکمتیار د غلام قادر زوی د ۱۳۲۶ ل کال لړم میاشت د افغانستان شمالي کندوز ولایت کې زیږېدلی دی. نوموړي د کابل پوهنتون انجینرۍ پوهنځي کې لنډه موده درس ویلی، خو د خپلو سیاسي فعالیتونو له کبله یې لوړې زده کړې پرېښودې.
ګلبدین حکمتیار د افغانستان اسلامي ګوند مشر دی.
د ښاغلي ګلبدین حکمتیار دواړه مرستیالان دده د ګوند غړي دي. لومړی مرستیال یې فضل هادي وزین په قوم اوزبک او د پوهنتون استاد دی. دویم مرستیال یې حفیظ الرحمن نقي د پوهنتون استاد دی.
حکمتیار د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښو، د طالبانو د تحریک له ړنګېدو او افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له راتلو وروسته، د بهرنیو ځواکونو پروړاندې وسلې ته لاس کړ.
شاوخوا شل کاله وروسته له دغې مودې یې له افغان حکومت سره د (۱۳۹۵/تله) د سولې توافقنامه لاسلیک کړه.
عبدالطیف پدرام
عبدالطیف پدرام د افغانستان د پارلمان پخوانی غړی دی. نوموړی تېرو ټاکنو کې هم ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړی و.
د نوموړي ټاکنیز شعار "ازادي، عدالت او امنیت" دی. په اسلام پېژندنه کې یې دکتورا کړې.
عبدالطیف پدرام د "ملي کنګرې ګوند" مشرد ۱۳۹۸ کال ولسمشرۍ ټاکنو ته یو وار بیا ځان بیا نوماند کړی. د نوموړي لومړی مرستیال احسان الله حیدري د پدرام لومړی او محمد صادق وردګ یې دویم مرستیال ټاکلی.
رحمت الله نبیل
د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل په کال ۱۳۴۸ ل د میدان وردګ جغتو ولسوالۍ کې زېږېدلی. ساختماني انجینیري یې لوستې. "د افغانستان د خلکو محور" په نوم د یوه سیاسي بهیر مشري کوي. د نوموړي لومړی وار دی چې ولمسشرۍ ته ځان نوماندوي.
ټاکنیز شعار یې "امنیت او عدالت" دی.
د افغانستان نظامي څېره جنرال مراد علي مراد د ښاغلي نبیل لومړی مرستیال او مسعود جلال یې دویمه مرستیاله ده. اغلې جلال په وړمو ټاکنو کې ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و.
زلمی رسول
زلمی رسول په کال ۱۳۳۲ ل کابل کې زېږېدلی. تر دوکتورا کچې یې زده کړې کړي.
د نوموړي د ټاکنیز ټیم شعار "ملي یو والی، عدالت، امنیت، سوله، اعتدال او برابري" دی.
نوموړي عبدالجبار تقوا د لومړي او خان محمد وحدت د دویم مرستیال په توګه ټاکلي دي. د ۱۳۹۸ ولسمشریزو ټاکنو لپاره یوځل بیا دریدلی.
ښاغلی رسول د ۱۳۹۳ ولسمشریزو ټاکنو کې نوماند و.
د پخواني ولمسشر حامد کرزي په حکومت کې یې د هوايي چلند وزیر، د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار او بیا د بهرنیو چارو وزیر و.
عبدالحکیم تورسن
عبدالحکیم تورسن په ۱۳۳۳ ل کال کابل کې نړۍ ته سترګې غړولي. کابل پوهنتون کې یې په فارسي ادبیاتو کې زده کړې کړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر نجیب الله نظامي مرستیال و.
ټاکنیز شعار یې "موږ عمل کوو، شعار نه ورکوو" دی.
ښاغلي تورسن نادرشاه احمدزی او شفیع قیصاري د خپل مرستیالانو په توګه ټاکلي دي. نوموړی پخوا هم ولسمشرۍ ته درېدلی و.
محمد ابراهیم الکوزی
محمد ابراهیم الکوزی د "الکوزیانو سراسري شورا" په نوم د ټولنې مشر دی.
ابراهیم الکوزي د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځان نوماند کړی.
ټاکنیز شعار یې "ژمنه او عمل" دی.
خدیجه غزنوي د ښاغلي الکوزي لومړۍ مرستیاله او دویم معاون یې سامع کياني دی.
نورالحق علومي
نورالحق علومي په ۱۳۲۹ ل کال کابل کې زېږېدلی. د چنګاښ ۲۹ ولسمشرۍ ټاکنو ته یې د نوماند په توګه نوم لیکنه کړې. په نظامي برخه کې یې زده کړې کړي.
د نوموړي لومړی مرستيال احمد بشیر بيژن او دويم مرستيال يې نعيم غيور دی.
د ملي یوالي حکومت کې یې د کورنیو چارو وزیر په توګه هم کار کړی.
فرامز تمنا
فرامرز تمنا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو پخوانی رییس او د پوهنتون استاد دی. فرامرز تمناپه په نړیوالو اړیکو کې دوکتورا تر کچې زدکړې کړي.
د ټاکنیز ټیم شعار یې "د افغانستان پراختیا او تدبیر" دی.
د نوموړي لومړی مرستیال سید قیاس سعیدي او محمد امین رشادت دی.
نور رحمن لېوال
نور رحمن لېوال افغان سوداګر او د ټکنالوژي یوه شرکت مشر دی. شخصي ټلویزیون هم لري.
ښاغلي لېوال داکتر عبدالهادی ذوالحکمت د لومړي او یحیا ویاړ د دویم مرستیال په توګه معرفي کړي دي.
ټاکنیز شعار: مسولیت او عدالت.
وړاندې هم ولسمشرۍ ټاکنو ته درېدلی و.
محمد شهاب حکيمي
د افغانستان د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بل کاندید محمد شهاب حکیمی دی. د ادارې په برخه کې تر ماستري کچې زدکړې کړي.
د نوموړي لومړی مرستیال عبدالعلی سرابي او دویم مرستیال یې نورالحبیب حصیر دی.
ټاکنیز شعار یې "سوله، قانونیت او رفاه" دی.
نوموړي څوکاله د (MDC) ماین پاکۍ موسسې د مشر په توګه دنده کړې.
عنايت الله حفيظ
عنایت الله حفیظ په ۱۳۵۷ ل د میدان وردګ په بهسودو ولسوالۍ کې زېږېدلی. د سوداګري په برخه کې یې ماسټري کړې.
لومړی معاون یې جنت خان فهیم او دویم مرستیال یې عبدالجمیل شیراني دی.
څو کاله د ټرانسپورټ وزارت سلاکار و.
شیدا محمد ابدالي
په هند کې د افغانستان پخوانی سفير شيدا محمد ابدالي هم د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو لپاره ځان نوماند کړی.
د نوموړی لومړی مرستیال عبدالبصير سالنګى او دویم مرستیال یې ذوالفقار امید دی.
سید نورالله جلیلي
سید نور الله جلیلي په ۱۳۵۲ ل ننګرهار کې زېږېدلی. کابل طبي پوهنتون یې لوستی. د ۱۳۹۸ ولسمشرۍ ټاکنو لپاره بل نوماند دی.
نوموړي خلیل رومان او چراغ علي چراغ د مرستیالانو په توګه معرفي کړي دي.
غلام فاروق نجرابي
غلام فاروق نجرابي د ماشومانو د زړه ناورغۍ متخصص دی. نوموړی د ۱۳۸۱ ل لویې جرګه کې چې د انتقالي دولت لپاره جوړه شوې وه، د دولت ریاست لپاره نوماند و.
د ۱۳۸۳ او ۱۳۸۸ ولسمشریزو ټاکنو ته هم دریدلی و.
لومړی معاون یې شریف الله او دویم مرستیال یې محمد شریف بابکرخیل دی.