ملي امنیت: د میدان وردګو برید طراح مو وژلی

میدان ښار
Image caption دغه برید کې د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه بېلابېلې ادعاوې وشوې.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست ادعا کوي چې د میدان وردګو ولایت د وروستي خونړي برید طراح او ۷ نور وسله وال مخالفان یې په یوه هدفي برید کې وژلي دي.

د ملي امنیت خبرپاڼه کې د برید طراح قومندان نعمان یاد شوی او ویل شوي چې دغه کسان تېره شپه په میدان ښار کې تر پیژندل کېدو وروسته په هوایي برید کې ووژل شول.

خو د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبر پاڼه کې د ملي امنیت ادارې دغه ادعا رد کړې ده. د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت له خپلو ناکامیو د پام اړولو لپاره دا ډول ناسم تبلیغات کوي.

میدانښار کې د ملي امنیت پر قطعې برید درنه مرګ ژوبله اړولې

میدان وردګو کې یو قومي مشر وژل شوی

که څه هم د میدان وردګو محلي چارواکو تراوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر اختر محمد طاهري ویلي، یوه برید کې چې د میدان ښار په (کلوخ مار) کلي کې شوی، د یوه ۱۵ کلن ځوان په ګډون ۴ ښکاریان وژل شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پوځي استخباراتو پر دغه مرکز برید کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتي وه

ښاغلي طاهري ویلي، وژل شوي د سیمې عام اوسیدونکي دي او له کومې مخالفې ډلې سره یې تړاو نه درلود.

طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې د ملي امنیت دا ادعا نا سمه بللې چې ګواکې د میدان وردګو د وروستي برید طراح یې وژلی.

دوې ورځې مخکې د افغانستان پلازمېنې کابل په څنګلوري میدان ښار کې د ملي امنیت پر یوه سیمه ییزه قطعه د وسله والو طالبانو موټربم برید درنه مرګژوبله اوښتې وه.

د رپوټونو له مخې د ملي امنیت دغه قطعه کې حکومت ملاتړي ولسي ځواکونه روزل کېدل.

د وژل شویو کسانو د شمېر په اړه بېلابېلې ادعاوې وشوې.

طالبانو ویلي و دغه برید دوی کړی او ادعا یې وکړه چې په دې برید کې يې تر سلو زیات امنیتي ځواکونو ته زیان اړولی دی.

خو د افغانستان دفاع وزارت په برید کې د ۱۸ کسانو وژل کېدل تایید کړل. په ورته وخت رویټرز خبري اژانس وویل، په برید کې لږ تر لږه ۱۲۶ کسان وژل شوي.

د انځور حقوق Getty Images
د انځور حقوق EPA