ورځپانو ته کتنه: د طالبانو وروستۍ موخه د واک ترلاسول دي

د انځور حقوق Getty Images

د افغان سولې په تړاو د پاکستانۍ اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې يوه شننه وايي په دې وروستيو کې د افغانانو پخلاينې لپاره د ډيپلوماسۍ توندو هلو ځلو څپې په ژوبله اوماته شوې افغان ټولنه کي په ځانگړې توگه او په پاکستان کې په عمومي ډول هيله او موسکا راوستې.

خو ورځپاڼه وايي په دغه بهير کې د افغان حکومت له پامه غورځول په افغانستان او پاکستان کې ډېرې غاړې ناهيلې کړې په ځانگړې توگه پاکستان کې پښتانه ملتپال او ډیموکرټان.

ورځپاڼه وايي د افراسياب خټک او اسفنديار ولي خان په څېر ځينې پښتانه مشران چې د دغه راز خبرو د پايلو له تاريخچې سره اشنا دي د دغه بهير په اړه يې شکونه څرگند کړي.

ورځپاڼه په ١٩٩٨ م کال کې د جنيوا خبرو ته په اشاره وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ يو هوکړه ليک لاسليک شو خو په خواشينۍ سره د هوکړې تضمينوونکي د غليمو ډلو د نه ملاتړ ژمنې پلي کولو کې پاتې راغلل.

شننه وايي هغوى چې د طالبانو په ذهنيت خبر دي پوهېږي چې د هغوى وروستۍ موخه د واک ترلاسول دي.

ورځپاڼه وايي هغوى چې حکومت کې گډېدو ته سلا کېږي احتمال شته چې نفوذ يې ډېر شي او په لاس شته وسلې او په تگ راتگ کې ترلاسوونکې ازادۍ سره به هغو کسانو ته چې څنډې ته تللي د ازادۍ غوراوى پرېنږدي.

ليکوال وړانديز کوي چې منځني ختيځ کې پر فرهنگي بدلونو د هغو پيسو د يوې خورا ډېرې کمې برخې لگول به ډېرې پايلې ولري چې له افغانستانه وتلو سره سپما کېږي.

نيويارک ټايمز په ميدان وردگو کې د هوايي بريد په تړاو چې حکومت ويلي په دغه ولايت کې د دوشنبي ورځې موټر بمب بريد پلانوونکی يې پکې وژلى را پورته شوې ناندرۍ ته په اشاره وايي

د ميدان وردگو بېلابېل چارواکو په پېښه کې د وژلو شويو وگړو يو نوملړ اوس وړاندې کړى چې وايي ملکي وگړي دي قومندان نعمان پکې نه و او په وژلو شويو کې يو تنکى ځوان هم شامل دى.

ورځپاڼه وايي، حکومت په دغه بريد کې د قومندان نعمان د وژنې خبره کړې وه، خو نه يې و ويلي چې دا بريد چا کړى.

د دغه بريد د وخت په تړاو هم ضد او نقيضي ويناوې شوې.

بهرنيو ځواکونو ويلي دوى هم په دغه سيمه کې يو بريد کړى افغان استخباراتي ادارې ويلي بريد شپې مهال شوى، امريکايانو ويلي بريد يې پس له غرمې کړى خو ځايي چارواکي وايي بريد وړاندې له غرمې شوى.

د انځور حقوق Getty Images

امريکايۍ نېشنل ريويو مجلې دې ته کتنه کړې چې ولې تونس وتوانېد د عرب پسرلي د پاڅونو په پايله کې له يوه زورواکي رژيم ولسواکۍ ته ولېږدي حال دا چې افغانستان، عراق او سوريه چې د ډېر شمېر امريکايي سرتېرو کوربانه هم و نه دي توانېدلي.

ورځپاڼه وايي امريکا د دې لپاره چې افغانستان په يوه گڼ گونديز ولسواک هېواد بدل کړي هر کال ٤٥ ميليارډ ډالر لگوي خو له اوولسو کلونو وروسته حالت لا هم دغه لور ته نه دى تللى.

ليکوال د افغانستان او تونس ترمنځ ځينو توپيرونو ته اشاره کوي او وايي د تونس وگړي تر ډېره ښاري دي، له سياسي او اقتصادي پلوه پر اروپا تړلى او يو زورواکی ورباندې واکمن و، خو افغانستان ډېر خلک لا کليو کې اوسېږي، قبايلي جوړښت لري او داسې يو هېواد يې ځان ثابت کړى چې ان تر ټولو شرير زورواکى هم پرې واکمني نشي کولى.