''پاکستان له هوايي لارې افغانستان ته د هندي صادراتو مخه نیسي"

د انځور حقوق SHAHHUSAIN MURTAZAWI/FACEBOOK
Image caption تېر یوه نیم کال کې له افغانستانه پنځه زره څلور سوه ټنه سوداګریز توکي د هوايي دهلیزونو له لارو بهر ته صادر شوي دي

د هند 'سپایس جیټ ' شخصي هوايي شرکت مسوولین وايي، پاکستان د دوی کارګو الوتکو ته اجازه نه ورکوي چې هندي صادرات د پاکستان د هوایي حریم له لارې افغانستان ته ولېږدوي.

کابل کې د دغه شرکت استازي فرزاد رستمي بي بي سي ته وویل، تېره یوه میاشت کې دوی درې ځله هڅه کړې، له هنده د افغانستان لپاره د پاکستان له هوايي لارې د بارچالانۍ اجازه تر لاسه کړي، خو په وینا یې تر اوسه نه دي بریالي شوي.

د نوموړي په وینا دوی د هند او افغانستان تر منځ د هوايي بارچالانۍ اجازه لري او د دواړو هېوادونو تر منځ یوه هوکړه هم شته. هندي چارواکو ته هم ویل شو ي دې چې دا ستونزه حل کړي.

له بار چالانۍ پرته د کابل او ډیلي تر منځ د مساپرو هوايي تګ راتګ لپاره هم الوتکې د پاکستان له هوايي حریمه تېږېږي او دې لړ کې تر اوسه کومه ستونزه نه ده رامنځته شوې.

هندي کارګو الوتکو ته د اجازې نه ورکولو لامل لا څرګند نه دی، خو د پاکستان او هند تر منځ اړیکو له دې مخکې د هند او افغانستان خپلمنځي سوداګري اغېزمنه کړې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان هند ته د وچو ميوو په ګډون یو شمیر توکي صادروي

افغانستان هند ته د هوايي دهلېز له لارې وچې او تازه مېوې، په دارو درملو کې کارېدونکي بوټي او لاسي صنایع صادروي او له هنده درمل، خواړه او د سینګار شیانو په ګډون یو شمېر نور توکي واردوي.

ویل کېږي اوس د افغانستان او هند تر منځ د سوداګرۍ کچه ۵۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي.

افغانستان د هند تر څنګ له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم د هوا له لارې سوداګري کوي او له ۹ هېوادونو سره ورته هوايي دهلېزونه لري.

تېر یوه نیم کال کې له افغانستانه پنځه زره څلور سوه ټنه سوداګریز توکي له همدې لارو بهر ته صادر شوي دي، چې ارزښت یې تر ۱۰۰ میلیونو ډالرو پورې رسېږي.

''پاکستان افغانستان ته د هندي صادراتو مخه نیسي"

ورته مطالب