غني: د پاکستان ګټه له افغانستان سره په همکارۍ کې ده

غني او عمران خان د انځور حقوق Getty Images

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د پاکستان ګټه په کې کې ده چې د ترهګرۍ ضد مبارزې او سوداګرۍ برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي، که نه د تل لپاره به یو بې وزله هېواد وي. نوموړي دا څرګندونې ډاووس کې د نړیوال اقتصادي فورم غونډې په څنډه کې د سي این این خبرې شبکې له ویاند فرید ذکریا سره خبرو کې وکړې.

ښاغلي غني وویل، هېواد یې چمتو دی له پاکستان سره ګډ کار وکړي.

د نوموړي په وینا له پاکستان سره د افغانستان ستونزه د هغه هېواد له لوري د تاوتریخوالي سیوري له منځه وړلو او د ګډې ستونزې یانې ترهګرۍ ضد مبارزه کې د هغه هېواد بې عملي یا نه فعالیت کې نغښتې.

ښاغلي غني زیاته کړه، افغانستان د یوه ملت او یوه دولت په حیث د ماضي هېرولو ته چمتو دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني وایي، پاکسان دې سوداګرۍ برخه کې افغانستان سره همکاري وکړي

هغه د نړیوال بانک د شمېرو پر بنسټ وویل، که پاکستان پر اوسنۍ تګلاره روان وي، تر ۲۰۴۷ پورې به یو ډېر بیوزلی هېواد شي، خو په وینا یې که بدلون راولي او په سیمه ییزه همکارۍ کې برخه واخلي، کېدای شي داسې یو هېواد شي چې متوسط عاید به ولري.

''موږ فکر کوو، د پاکستان لپاره د همکارۍ ګټې پریمانه دي او د مخامخ کېدو هېڅ ګټه نه شته. دا له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالتونو ګډ فعالیت دی، چې له کبله یې د ۱۱/۹ په څېر بله پېښه نه ده شوې او دا د لویو قربانیو او هڅو پایله ده.

ولسمشر غني په همدې ناسته کې د افغان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد فعالیتونو ته هم اشاره وکړه.

ولسمشر غني وویل، د ښاغلي خلیلزاد د هلو ځلو موخه دا ده چې وسله وال طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کښېنوي.

ښاغلی غني وویل، د سولې راتګ لپاره سیمه ییزې او نړیوالې اجماع ته اړتیا لري.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشر غني د سي این این له فرید ذکریا سره خبرو کې دغه څرګندونې کړې

ولسمشر غني دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې د پنجشنبې پر ورځ په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر استازو او یوه جګپوړي امریکایي پلاوي د څلورمې ورځې لپاره په افغانستان کې جګړې ختمېدو او سولې په اړه خبرې وکړې.

تر دې دمه څرګنده نه ده چې په دې غونډه کې دواړه خواوې کومې پایلې ته رسېدلې دي او که نه، خو ځینو سرچینو بي بي سي ته وویل، دواړه خواوې پر ځینو مهمو موضوعاتو هوکړې ته رسېدلې دي.

تر دې دمه وسله والو طالبانو او یا هم امریکایي چارواکو د کومې هوکړې پخلی نه دی کړی.