طالبان؛ په ستره لوبه کې د ایران د فشار اړم

ناظران

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په هند کې له یوه ټلوېزيوني چېنل سره په خبرو کې د طالبانو په تړاو ويلي چې د افغانستان راتلونکی له طالبانو پرته ناشونی دی.

هغه ان ټینګار وکړ چې په مسکو کې ېې د طالبانو له استازو سره کتلي او هغوی یي د خبرو لپاره تهران ته وربللي دي.

دغې موضوع د افغان چارواکو غبرګون وپاراوه او ان د دغه هېواد سفیر د ظريف په ځواب کې له "مجاهدین خلق" سره د ایران د خبرو او واک ته د هغوی د بلنې په اړه وليکل.

افغان دولت بیا بیا د ایران په دولت نیوکه کړې چې پر طالبانو خپل نفوذ په سیاسي - اقتصادي خبرو کې د فشار د اړم په توګه کاروي.

ښايي د افغان چارواکو دا ادعا ډېره بې ځایه نه وي، ځکه ایران په هغه هوکړه کې چې په چابهار کې يې د پانګونې او ترانسپورتي اسانتیاوو د وړاندې کولو په موخه کړې په ضمني ډول دا ډاډ هند ته ور کړی چې خپل نفوذ به افغانستان ته د هندي صادراتو د سوداګریز مسیر د امن ساتلو لپاره وکاروي.

د طالبانو ملاتړ او په دې ډله د نفوذ ادعا په داسې حال کې ده چې له یوې خوا د انرژۍ وزارت او له بلې خوا عراقچي (د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال) او د هغه ډلې له بلې خوا په پرله پسې ډول له افغانستان سره د اوبو، د هلمند سیند د حقابې او د هلمند د ۱۳۵۱ کال د تړون پلي کولو لپاره د افغانانو د قانع کولو پر سر په خبرو بوخت دي.

* پاکستان او افغانستان: نوې ستره لوبه

* له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

پر طالبانو د نفوذ یا له هغوی سره د خبرو په تړاو د ایراني چارواکو وروستيو ادعاوو افغان دولت حساس او له ايران سره کرکې ته هڅوي او ان د اوبو پر سر په روانو خبرو منفي اغېز کولی شي.

د دې تر څنګ [د ایران] په بهرني سیاست کې د امنيتي او چاپېریالي اړتياوو د پوره کولو لپاره د عباس عراقچي هڅې ښايي ګټورې وي.

تهران ته د طالبانو د استازو له سفر وروسته کابل ته د هغه تګ او ښاغلي غني ته د خبرو د راپور ورکول هم په همدې موخه شوي.

اوسمهال سیستان او بلوچستان مخ پر زیاتېدونکي چاپېریالي کړکېچ کې راګیر دی، چې ژوند يې د هلمند له اوبو سره تړلی.

که له افغانستان سره د اوبو پر سر خبرې ماته خوري، د اوبو اوسنی بحران د بشري ناورین لامل کېدی شي. ځکه نو د ایران د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې د هغه هېواد د ملي ګټو له نظره د تحليل وړ دي او په یوه جمله کې ویل کېدی شي چې " امنيتي چلن پر چاپېريالي چلن د [ايران] اسلامي جمهوريت په ټولو پرېکړو کې لومړيتوب لري".

په ایران کې سياسي پرېکړې څرنګه تحليلېدی شي؟

د انځور حقوق MEHR
Image caption د ایران ګټې د نورو ډېرو سیاسي نظامونو اپوټه د ملت په ځای په ایډیالوژۍ ولاړې دي.

په ایران کې د کېدونکو پرېکړو د تحليل لپاره باید لومړی د دغه نظام د ملي ګټو ډلبندي په پام کې ونيول شي او له مخې يې پر دغو لومړيتوبونو د کورني او بهرني سیاست اغېز وسنجول شي.

د بیان لپاره يې ساده ماټرېکسي جوړښت کاروو. ماټريکس په ریاضیاتو کې په کتارونو او ستونونو کې د اعدادو منظم ځای پر ځای کول دي.

ښکاري چې په سیاستونو کې د ايران لومړيتوبونه له لومړني لومړيتوبه چې د نظام بقا ده تر اتم لومړيتوب پورې چې چاپېريالي مسايل دي خلاصه کېدی شي.

که لومړني لومړيتوب ته لس شمېره ورکړو نو چاپېریالي مسلې د جدول په پای کې یوازې درې امتیازه اخلي.

د ايران د لومړيتوبونو جدول په لاندې ډول دی:

اول دویم دریم څلورم پنځم شپږم اوم اتم
د نظام بقا او د شيعه شريعت ساتل د رهبرۍ او ولایت فقیه ساتل د ايران د ځمکنۍ بشپړتیا ساتل له ګاونډیو هېوادونو نیولې په لیرې هېوادونو کې تر سياسي ډلو امنيتی لومړيتوبونه د نظام د ارکانو، رهبرۍ او انقلاب د تر ټولو اغېزناک ارګان په توګه د سپاه پاسداران د عمومي حیثیت ساتل د نظام د ارکانو ساتل د ژوند د کچې او عمومي سوکالۍ ښه کول چاپېريالي مسایل

په سیاسي علومو کې په پرېکړو کې د لومړيتوبونو ډلبندي له لوړو تر ټيټو سیاستونو هم ډلبندی کېږي.

خو د ايران د ګټو ترتیب د ډېرو سیاسي نظامونو په خلاف د ملت پر ځای پر اېډیولوژۍ ولاړ دی.

په داسې جوړښت کې هره موضوع چې د ايران د رهبر او مديرانو د تصمیم میز ته راځي دا پوښتنه ور سره مل وي چې دا موضوع تر کومه بريده له لومړي تر شپږم لومړيتوب پورې د ایران د نظام لومړيتوبونه پیاوړي یا کمزوري کوي؟

که د اغېز له مخې تر ټولو ټيټه نمره واخلي نو د نظام له مهمو امنيتي موضوعاتو يا لوړو سیاستونو وځي او د اقتصادي - ټولنیزو سیاستونو يا د چاپېریالي سیاستونو په کتار کې راځي.

د دې تر څنګ که د سیستان او بلوچستان د اوبو د کړکېچ په څېر موضوع په افغانستان کې د امریکا د نفوذ یا ورسره د سيالۍ په څېر اېډیولوژيکې - امنيتي موضوع سره مخامخ شي؛ له افغانانو سره د کړکېچ کمول او د اوبو ډيپلوماسۍ پر مخ وړل په ټیټو درجو کې راځي او حتی کېدی شي قرباني شي.

طالبان پر ګاونډي دولت د فشار اله یا په ستره لوبه کې د بريا پر

د انځور حقوق Reuters
Image caption داسې ښکاري هغه څه چې د ایران او طالبانو د نږدې کېدو لامل شوي "متقابله اړتیا" ده. طالبان پیسو او وسلو ته اړ دي، په داسې حال کې چې ایران د خپل نظام د بقا لپاره په سیمه کې له امریکا سره لاس د مقابلې لپاره همداسې ډلو ساتلو ته.

ايراني چارواکي ادعا کوي چې پر طالبانو نفوذ لري. دا ادعا څومره واقعیت لري؟

تاريخی تجربه ښيي چې ايران د طالبانو د واکمنۍ پر مهال تر ټولو ډېر زیان له ګاونډي افغانستانه لیدلی.

د ایراني ډيپلوماتانو له وژل کېدو پرته چې د دواړو هېوادونو اړیکي يې د جګړې تر بریده ترینګلي کړل؛ پر ایران د هلمند د اوبو تړل کېدل، د ترياکو او نورو توکو د قاچاق د لارې پرانستي پرېښودل او د افغان کډوالو پراخ ورتګ ښيي چې د طالبانو واکمنۍ کې دولت د ایران په ګټه نه دی. نو طالبانو ته د ایران د نژدې‌والي لامل څه دی؟

امریکا له لسو کلونو ډېر په افغانستان کې د طالبانو د ټکولو او مهارولو سیاست وکاراوه او په دې وروستیو کلونو کې یې پر پاکستان د فشار او کلک څار له لارې دې ډلې ته د وسلو او مالي سرچینو د تړلو هڅه وکړه او په جدي ډول یې راکمې کړې. د پاکستان د لاس له تړل کېدو سره کوم دولت د طالبانو د مرستې انګېزه لري؟

چین او هند په سیمه کې د عمده لوبغاړو په توګه د اقتصادي سیاست او په منځنۍ بسیا کې د سوداګریز نفوذ د پراخولو لپاره نه یوازې د طالبانو د ملاتړ او سمبالولو له لارې ګټه نشي کولی بلکې د دې ډلې حضور د ترانزیتي لارو له ناامنولو او په سیمه کې د پانګونې او سوداګرۍ پر وړاندې د خطرونو له ډېرولو سره مرسته کوي.

تاجکستان دولت هم له افراطي اسلام‌ پالو سره د مبارزې لار خپله کړې. ځکه نو ګاونډي دولتونه له طالبانو سره د همکارۍ ډېره لږ انګېزه لري.

داسې ښکاري چې هغه څه چې د ایران او طالبانو د نږدې کېدو لامل شوي "متقابله اړتیا" ده.

طالبان پیسو او وسلو ته اړ دي، په داسې حال کې چې ایران د خپل نظام د بقا لپاره په سیمه کې له امریکا سره لاس په ګرېوان کېدو ته.

[ایران] خپله بقا له امریکا سره په دښمنۍ او سيالۍ کې تعریف کړی. هره موضوع چې په سیمه کې د ایران له ځواک او نفوذ سره مرسته کوي او امریکا ته سرخوږی جوړوي د ایران په ګټو او د سیاست په لومړيتوبونو کې راځي.

ايران پر طالبانو وسلې پلوري، خو پر رهبرۍ او کورنيو تشکيلاتو يې اغېز نه لري. د دې سرچپه پاکستان له هغوی سره ستراتيژيک تړاونونه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د طالبانو واکمنۍ کې د ایران او افغانستان اړیکي خورا خراب و.

دا چې افغان چارواکي ادعا کوي چې ايران په دوه اړخیزو اړیکو کې طالبان د فشار د اړم په توګه کاروي، که څه هم ښایي ریښتیا وي خو ټوله د ایران انګېزه نشي کېدی.

که په جدول کې څلورم لومړيتوب ته وګورو د طالبانو موضوع د نظام پر بقا سربېره پر امنيتي مسلو هم اغېز لري.

د ګاونډیو هېوادونو او نورو لومړيتوبنو په ګډون د ایران په اصلي امنيتي لومړيتوبونو کې د حزب الله او حماس په څېر د ډلو ملاتړ هم راځي.

په افغانستان کې طالبان د ایران پر امنيتي لومړيتوبونو کې اغېزناک دي او له همدې امله د هغوی د کنترول، له هغوی سره د خبرو یا پر هغوی د نفوذ هڅه د ایران د بهرني سیاست له لومړيتوبونو ده.

د ایران د نفوذ په سیمه کې هره هغه ډله چې د امریکا د ګټو خلاف اقدام کوي د ایران له ملاتړه برخمنېدی شي.

دا سیاست په تېره بیا په اوسنیو شرایطو کې چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې له بل هر وخت ډېرې غليمانه دي، ایران له امریکا سره په جدال کې د ځواک خاوند ښيي.

پر طالبانو له نفوذ استفاده یا له هغوی سره د خبرو اقدام که څه هم ګاونډی حکومت په غوسه کړي د امریکا لپاره د دې پیغام ور کولی شي چې ایران لا هم دوی ته د سرخوږي جوړولو وړتيا لري.