د طالبانو او امریکا خبرې؛ له اروپایي ټولنې د شونې هوکړې د تضمین غوښتنه

د انځور حقوق Getty Images

امريکايۍ نيويارک ټايمز ورځپاڼې قطر کې د امريکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې روانو خبرو په تړاو ليکلي، داسې برېښي چې امريکا د قطر په ناسته کې ځانگړي امتيازونه ترلاسوي خو له افغانستان د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته يې پلي کېدل ښايي گران وي.

د ورځپاڼې اشاره هغو رپوټونو ته ده چې وايي طالبانو په قطر کې امريکايي پلاوي ته ډاډ ورکړى چې اورپکې ډلې به نه پرېږدي چې افغانستان کې د بهرنيو هېوادونو پر د ترهگريز بريدونه پلان کړي. ورځپاڼه وايي

کابل کې دوو لوېديځوالو ډيپلوماټانو ويلي چې د خبرو يو ستنونزمن ټکى د امريکايي ځواکونو د وتلو مهالويش او د وتلو څرنگوالى وو.

کابل کې د اروپايي ټولنې استازي رونالد کوبيا د خبرو د احتمالي پايلو په تړاو خوشبيني څرگنده کړې او نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته يې ويلي له اروپايي ټولنې غوښتنه شوې چې راتلونکې کې د شونې هوکړې د تضمينونکې رول ولوبوي.

د اروپايي ټولنې استازي ويلي پرېکړهښايي ډېر وخت ونيسي او يا ډېر ژر وشي نو اړتيا ده چې ورته چمتو اوسو.

خو په کوټه کې د طالبانو ځينو سرچينو نيويارک ټايمز ته د ټيليفون له لارې ويلي دا ويل به وړاندې له وخت وي چې وويل شي دواړه غاړې وروستۍ پرېکړې ته رسېدلې خو په دې برخه کې هيله بښونکي پرمختگونه شوي.

ورځپاڼه وايي امريکايان به ښايي په دې ټينگار کوي طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېني.

پاکستانۍ ډيلي ټايمز ورځپاڼې د ملا برادر په تړاو خپاره کړي يوه مطلب کې ليکلي چې نوموړى تېر اکټوبر د خپلو هغو ژمنو په بدل کې له زندان پرېښوول شو چې د افغان سولې په بهير کې به اسانتياوې برابروي.

ورځپاڼه همدې ټکي ته په اشاره او له خبرو سره د يوې نژدې سرچينې په وينا وايي چې پاکستان د امريکا او طالبانو د خبر د بهير په راژوندي کولو کې چې په دې وروستيو اوونيو کې له گڼو ستونزو سره مخامخ و رول لوبولى دى

د فورسېس نېټ په نوم يوې برتانيوۍ خپرونې ليکلي چې ٩٠ تنه برتانوي سرتېري افغانستان کې د خپل پوځي چوپړ له پوره کولو وروسته د کيو فيور په نوم په يوه ډول تبه اخته شوي چې له څارويو انسان ته لېږدي.

مطلب وايي وگړي د غويو، پسونو او اوزو په پچو د ککړو کروندو د گرد او دوړو د تنفسولو له لارې په دې ناروغۍ اخته کېږي.