د افغان-ترک ښوونځي ښوونکي وايي، پولیسو پرې 'برید کړی'

مزار
Image caption ګهیځ مهال امنیتي ځواکونه په سیمه کې وو او د تګ راتګ لارې یې تړلې وې

د بلخ مرکز مزارشریف کې د افغان- ترک ښوونځي یو شمېر ښوونکي وايي، پولیسو نیمه شپه پر دغه ښوونځي 'برید کړی دی. '

د افغان- ترک لیسې یوه ښوونکي شکرالله صمدي بي بي سي ته وویل، پولیسو نژدې ۵۰ ښوونکي او زده کونکي نیولي دي. نوموړی وايي، نیول شویو کې ترکان هم شامل دي.

مزار شریف کې د بي بي سي خبریال حمید فهیم وايي، ګهیځ مهال پولیس په سیمه کې وو، د سیمې لارې یې تړلې وې او د ښوونځي شاوخوا کې یو شمېر خلک راټول شوي وو.

د ترکیې حکومت د افغان - ترک ښوونځیو تړل غواړي

د افغان-ترک ښوونځیو تړلو لانجه د څه له کبله ده؟

پولیسو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي، خو د زده کونکو خپل خپلوان ادعا کوي چې د تېرې شپې پېښه کې زده کونکي وهل ټکول شوي دي.

بل لور ته د بلخ والي ویاند منیر فرهاد وايي، یو شمېر هغه کسان نیول شوي چې ښوونځي ته د پولیسو ننوتو مخه یې نیوله، خو په وینا یې دغه کسان له پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشي شوي دي.

د نوموړي په خبره د ښوونځي د مدیریت انتقال بهیر باید په هر صورت بشپړ شي.

د افغانستان معارف وزارت په یوه اعلامیه کې د افغان- ترک ښوونځي د مدیریت انتقال بهیر له 'چاغ ایجوکېشنل ' ادارې نه په مزار شریف کې د ترکیې تعلیمي مرکز ته سوله ییز بولي.

په خبر پاڼه کې د امنیتي ځواکونو، ښوونکو او زده کونکو تر منځ لاس او ګرېوان کېدل یا د اخ و ډب رپوټونه ګنګوسه بلل شوي دي.

له دې مخکې په هرات او جوزجان ولایتونو کې د افغان-ترک ښوونځیو د مدیرت انتقال لړ کې تاوتریخوالی شوی و او ځینې کسان نیول شوي وو.

Image caption ځینې ښوونکي او زده کونکي وايي، پولیس نیمه شپه د ښوونځي ودانۍ ته ننوتل

ترکيې کې چارواکو د ۲۰۱۶ کال له کودتا وروسته فتح الله ګولن تورن کړ، چې کودتا یې طرح کړې وه او له همدې کبله یې وغوښتل چې افغان- ترک ښوونځي چې د دوی په خبر د هغه ملاتړ ورسره دی، باید وتړل شي.

د ترکیې نړیوالې پرمختیا او همکارۍ ادارې 'تیکا ' په افغانستان کې د افغان- ترک ښوونځیو فعالیتونه له (ترهګرۍ) سره غوټه وبلل او له کابله يې وغوښتل دغه ښوونځي وتړي.

Image caption د مزار شریف دوو ښوونځیو کې نژدې ۶۰۰ زده کونکي زده کړه کوي

بل لور ته د دغو ښوونځیو مسوولینو د ترکي چارواکو ادعا په سختۍ رد کړه او ویې ویل د ښوونځیو لګښتونه د زده کونکو له فیسونو پوره کېږي.

له اوږدو ناندریو او بحثونو وروسته د تېر کال په ژمي کې د افغانستان او ترکیې تر منځ یوه هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې یې باید رسماً د افغان- ترک ښوونځیو مدیریت چارې د ترکیې حکومت ته وسپارل شي.

بل لور ته د دغو ښوونځیو ځینې پخواني کارکونکي او زده کونکي د مدیریت له انتقال سره مخالفت کوي.

افغان- ترک ښوونځي له ۲۳ کلونو راهیسې افغانستان کې فعالیت کوي او دا مهال یې ۱۲ ښوونځيو کې نژدې اته زره افغان نجونې او هلکان په زده کړو بوخت دي.

ورته مطالب