ورځپاڼو ته کتنه: د افغان- هند برېښنا بندونه او پاکستان کې د اوبو زیاتېدونکی کړکېچ

د انځور حقوق Getty Images

د پاکستان اکسپرس تريبيون ورځپاڼې پاکستان کې د اوبو پر کړکيچ ليکلي دي . ورځپاڼه ليکي جنوبي اسيا کې تر پاکستان بل داسې کوم هېواد نشته چې د اوبو له سخت کړکيچ سره مخامخ وي.

ورځپاڼې د دغه کړکيچ لاملونو ته گوته نيولې چې وايي له يوې خوا هند د جمو او کشمير سيند څنډو کې بندونه جوړ کړي او بل خوا نوى ډيلى له افغانستان سره مرسته کوي چې د کابل سيند په اوږدو کې بندونه جوړ کړي.

همدارنگه ويل کېږي چې نړيوال بانک ليوالتيا ښودلى چې د کابل سيند په څنډو کې د ١٢ بندونو جوړولو لپاره له افغانستان سره څه باندې ٧ ميليارد ډالره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوبو د ويش کومه قانوني موافقه وجود نه لري او پاکستان غواړي چې د دوى په منځ کې همداسې يوه موافقه رامنځته شي.

د څو بندونو جوړول کولى شي چې پاکستان ته د اوبو بهيدل کم کړي او هغوى ونه شى کړاى چې د پاکستان په خاوره کې د کابل سيند په اوږدو کې بندونه جوړ کړي.

امريکا کې خپريدونکې ديپلومات خپرونې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په هکله لیکلي دي، د افغانستان ځوانه ديموکراسي د ولسمشرۍ ټاکنو له پيچلتيا سره ، له يوې بلې ازموينې سره مخامخېږي.

خپرونه وايي د طالبانو او داعش ډلې د امنيتي گواښونو سربيره ، دي ټاکنو کې درغلي يوه بله جدي مسله ده چې کلکې پاملرنې ته اړتيا لري.

د ولسمشرۍ تېرو ټاکنو کې د پراخو درغليو ادعاوو هېواد يوه سياسي کړکيچ او قومي دريدنې پر لور يووړ چې په پاى کې د امريکا د هغه مهال د بهرنيو چارو وزير جان کيري د ډاکتر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ جوړجاړى وکړ او د ملي يووالي حکومت يې جوړ او واک يې د هغوى ترمنځ وويشه.

د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر د مشر په توگه د ملا عبدالغني برادر پر ټاکنې تبصره کړې ده.

د ورځپاڼې په ليکنه د هغه ټاکنه د زلمي خليل زاد په مشرۍ له امريکايي چارواکو سره دوحه کې د روانو خبرو لپاره يو مثبت گام دى.

د ورځپانې په باور هغه چې د طالبانو د غورځنگ يو بنسټگر دى په پوره واک سره دې خبرو کې عمل کولی شي.

دغه خبرې اوس شپږمې ورځې ته ننوتي چې ورځپاڼه وايي په لړ کې يې د سولې د يوې موافقې لپاره هيلې ډېرې شوې دي.