د افغان سولې خبرې؛ خلیلزاد ۶ ورځو کې ولې یو ټوېټ هم نشي کولی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د افغان سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد تر ګومارل کېدو وروسته دا هڅې چټکې شوې.

ټاکلې ده د افغان سولې په تړاو قطر کې د طالبانو او امریکا خبرې نن (شنبه، مرغومي ۶) بیا وشي.

دا خبرې چې تېره دوشنبه (د جنورۍ ۲۱) د دوو ورځو لپاره پیل شوې وې، جمعه ترلږ ځنډو وروسته پیل شوې او تمه ده چې شپږمه ورځ بیا وشي.

دا خبرې له پیلېدو مخکې دوه ځلې وځنډېدې او د جنورۍ پر ۱۵ افغان طالبانو په یوه اعلامیه کې ګواښ وکړ که د امریکا د خبرو هغې ایجنډا ته رانه شي چې د دوی په خبره په اړه یې هوکړه شوې وه، دوی به له امریکایانو سره د سولې هر ډول خبرې وځنډوي.

* خلیلزاد ته افغان سوله کې ترکمنستان ولې مهم دی؟

* د طالبانو او امریکا د ابوظبۍ خبرې تر پخوانیو څه توپیر لري؟

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي و، امریکایانو ور سره ژمنه کړې وه چې د سولې په راتلونکو خبرو کې به پر دوو موضوعاتو خبرې کېږي، لومړۍ له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل او دویمه د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې نه کارېدل، خو اوس امریکا نورې مسلې هم ور زیاتې کړې دي.

تېره اونۍ چې دا خبرې پیل شوې، طالبانو وویل، امریکا د خبرو ایجنډا ته ستنه شوې ده او پرون دې خبرو ته طالبانو نژدې سرچینو بي بي سي ته وویل، چې طالبان او امریکا په دې دوو مسلو جوړجاړي ته نژدې شوي دي.

د خلیلزاد درک ولې نشته؟

Image caption د طالبانو د مشر د چارشنبې ورځې د فرمان له مخې ملا عبدالغني برادر د قطر دفتر مشر شو.

خو پر دې سربېره په اوربند، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په مخامخ خبرو او د بندیانو پر تبادله هم خبرې شوې دي.

تمه وه چې دواړه لوري د پنجشنبې په ورځ د خبرو پایله اعلان کړي، خو د خبرو پر ګډو ټکو د اختلاف له امله دا خبرې جمعې ته وځنډېدې او له جمعې شنبې ته.

طالبانو ته نږدې سرچینو بي بي سي ته ویلي، دې خبرو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او له افغانستان نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو جوړ جاړی شوي، خو په اوربند او له افغان حکومت سره د طالبانو پر خبرو لا اختلاف شته.

امریکا له طالبانو غواړي چې اعلامیه کې له افغان حکومت سره خبرې او اوربند هم شامل کړي، خو طالبان ډډه کوي.

ښايي له ورځې بلې ته د خبرو غځولو لامل هم دغه هیله وي چې دواړه لوري به پر اختلافي مسلو کوم جوړ جاړي ته ورسېږي، ځکه خلیلزاد هم چې سهار به کابل، غرمه اسلام اباد او مازیګر به کوم بل هېواد کې و، له شپږو ورځو راهیسې دوحه کې دی.

* د افغان سولې بهیر: فشار، چل ول او خپلې ګټې

* افغان سوله کې د ښکېلو اړخونو ګټې او تګلارې

بیا بیا د نوموړي ټوېټ ته سر ور ښکاره کېږي چې که د افغان سولې په هکله کومه نوې خبره ټوېټ کړي، خو خلیلزاد له دې خبرو پیلېدو یوه ورځ مخکې (د جنورۍ ۲۰) یې یو ټویټ کړی، له هغه یوه ورځ مخکې دوه او د جنورۍ پر ۱۸ هم دوه ټوېټونه لري، چې ټول پر افغان سوله څرخي.

د طالبانو یو چارواکی هم د بي بي سي له خبریال محفوظ ذبیدي سره دا خبره کوي او وايي، خلیلزاد به په کابل کې په یوه ورځ پنځه شپږ ملاقاته کول، پنځه شپږ هیوادونه یې په درې ورځو کې را وغوښتل او هلته یې له پلان سره سم ملاقاتونه وکړل.

خو د نوموړي په خبره، دا شپږمه ورځ ده چې په قطر کې مصروف دی، دومره مصروف چې ان د یوه ټویټ وخت هم نه لري.

له دې مالومېږي چې خبرې څومره جدي او له کوم چا سره چې ناست دی عادي خلک نه دي.

له خبرو سره د طیب اغا یو ځایېدل

Image caption ملاطیب اغا د ملاعمر د مرګ خبر تر خپرېدو وروسته له قطر دفتر استعفا کړې وه.

خو دا چې خلیلزاد ته به دا خبرې څومره جدي وي، مالومه نه ده، مګر له تېرې پنجشنبې راهیسې چې ملا برادر د قطر دفتر مشر ټاکل شوی ښايي دا خبرې زلمي خلیلزاد ته نورې هم جدي شوې وي، ځکه د پاکستان د چارواکو په خبره، همدا برادر یې د زلمي خلیلزاد په غوښتنه له اته کلن بند خوشی کړ.

د طالبانو یوه چارواکي له نومپرته د شنبې په ورځ بي بي سي ته وویل، چې له دې خبرو سره اوس د طالبانو د قطر دفتر پخوانی مشر ملا طیب اغا هم یو ځای شوی دی.

ملا طیب اغا هغه مهال له قطر دفتر استعفا وکړه چې د ملا عمر د مرګ خبره خپره شوه او ملا اختر محمد منصور د دې ډلې مشر شو.

دا چې نن به دا خبرې وشي او که د جمعې ورځې په څېر به بلې ورځې ته وځنډېږي، خو طالبان یوه خبره کوي او هغه دا چې که دې خبرو کې کومه پایله ونه وځي، ممکن بیا خبرې ونه شي.

ورته مطالب