افغانستان کې د لمر رڼا ته نوې تمه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د لمر رڼا ته نوې تمه

افغان حکومت پلان لري چې په بېلا بېلو ولایتونو کې د دوو زرو مېګاواټو په ظرفیت د لمر انرژۍ د تولید پروژې پیل کړي. یو څو به یې هرات کې وي. د هرات برېښنا شرکت وايي په دې برخه کې لومړي کارونه شوې دي. هرات همدا اوس له ګاونډیو ایران او ترکمنستان برېښنا واردوي، خو هغه بس نه ده. نور جزییات محمد قاضي زاده لري.