ورځپاڼو ته کتنه: د طالبانو او امریکا د سولې د هوکړې لومړنۍ مسوده

د انځور حقوق Getty Images

پاکستانۍ نيوز انټرنېشنل ورځپاڼې او همداراز برتانوۍ ډېلي ټلېگراف ورځپاڼې ليکلي چې طالبانو او امريکايي ځواکونو پرون د سولې د هوکړې پر يوه لومړنۍ مسوده هوکړه کړې

په دې هوکړه په اتلسو مياشتو کې د امريکايي ځواکونو د وتلو په گډون د بنديانو د راکړې ورکړې، پر طالب مشرانو د بنديزونو د ختمولو او له تور ليسته يې د نومونو د ايستلو خبره شوې.

ډيلي ټايمز بيا د طالبانو د يوې سرچينې وينا راخيستې چې وايي:

موږ لا کومه رسمي هوکړه نه ده لاسليک کړې خو پر مشخصو مهمو ټکو سره سلا شوي يو.

دغې سرچينې ویلي، گڼې لوړې او ژورې مخې ته راغلې خو په پاى کې پر دريو مهمو مسلو هوکړه وشوه.

دغې سرچينې ويلي امريکايان سلا شول خپل سرتېري ١٨ مياشتو کې له افغانستان وباسي. له تور ليسته د طالب مشرانو نومونه لرې کړي او د يوه بل بنديان پرېږدي.

او طالبان به په بدل کې نه پرېږدي چې القاعده، داعش او يا کومه بله اورپکې ډله د امريکا او متحدينو پر ضد يې افغانستان وکاروي.

طالبانو او زلمي خليلزاد دواړو ويلي چې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي او يو شمېر مسايل شته چې بايد هوار شي.

برتانوۍ گارډين ورځپاڼې د افغان سولې د بهير په تړاو خپاره کړي مطلب کې ليکلي چې د رپوټونو پر بنسټ امريکايي پلاوى او طالبان د سولې د يوې شونې هوکړې پر ځينو برخو سلا شوي.

ورځپاڼې د گرام سمېت په نوم د کړکېچ د نړيوالې ډلې يا انټرنېشنل کرايزېز گروپ د يوه غړي وينا راخيستې چې وايي په دې کې د سولې د يوه جدي بهير پيلولو پوتنسيل يا ځواک شته، چې د نړۍ يوه له تر ټولو ستره جگړه ختمه شي.

دغه شنونکي گارډين ورځپاڼې سره خبرو کې دا خبر خورا ستر بللى خو وايي اوس هم دا بهير په لومړیو پړاوونو کې دى.

د کړکېچ د نړيوالې ډلې دغه غړي ورځپاڼې ته ويلي دا هوکړه ځلور برخې لري، اوربند، د ترهگرۍ ضد مبارزه، د سرتېرو ايستل او د افغانانو خپلمنځي خبرې.

نوموړي ويلي د دغو برخو پېيل او ورته مهال ويش ټاکلو کې ستونزه پر ځاى پاتې.

ورځپاڼه وايي د احتمالي هوکړې يوه ماده وايي چې د هوکړې له لاسليک کېدو ١٨ مياشتې وروسته به بهرني ځواکونه وځي.

ورځپاڼه وايي دا لا نه ده مالومه چې امريکا د هوکړې ټول شرايط منلي او که نه.

ورځپاڼه وايي د افغان حکومت استازو نشتون دا يادونه کوله چې ټولې غاړې په دې غونډه کې حضور نه لري.

د انځور حقوق Getty Images

گلف نيوز ورځپاڼې دې ته کتنه کړې چې کله خلک بايد بخششي ورکړي او کله يې ورنه کړي.

ورځپاڼه وايي بخششي ورکول يا نه ورکول د سيمو پر دودونو تړلې مسله ده. ورځپاڼه وايي که يوې نوې سيمې ته ځئ ښه به دا وي چې په دې تړاو وپوښتئ چې بخششي ورکول کله ښه او کله بد گڼل کېږي.

ورځپاڼه وايي ځينې مهال بخششي ورکول قانوني ستونزه هم پيدا کولى شي ځکه کېداى شي بډې يا رشوت ورکول وبلل شي.

ورځپاڼه وايي تاسو بايد د يو کس چې تاسو ته يې چوپړ کړى کړې وړې ته وگورئ د بېلگې په توگه که يو نل ځغلونکى يا يو برقي که له کار وروسته بيا هم هلته پاتې مانا دا چې بخششي غواړي.

ورځپاڼو زیاتوي چې بخششي ورکوئ ځان په دې خبر کړې چې د پيسو ارزښت څومره دى او مناسبې پيسې ورکړئ. خو يوه خبره چې په هر ځاى کې يې بايد په پام کې ونيسئ دا ده چې حکومتي مامورينو او پوليسو ته هېڅکله بخششي مه ورکوئ.