مجاهد، طالب، ترهګر او واکمن

د انځور حقوق AFP

له نن ۱۷ کاله مخکې چې د ترهګر لفظ کارېدل په کوم ډول ل پیل شول، د غور وړ و.

زما د ماشومتوب یوه بله خبره ښه یاد ده چې روس پر ګاونډي اسلامي هېواد برید وکړ، نو مجاهدینو یې مقابل کې جګړه پیل کړه.

هغه وخت یوه ځانګړې اصطلاح وه، د برید او دفاع لومړۍ کرښه.

ماشوم معصوم وي، ځکه کله هم دا پوښتنه را پیدا نه شوه چې د دې اسلامي هېواد خپل پوځ چېرته و چې مجاهد د روس غاښ ماتولو ته پورته شو؟

* ورځپاڼو ته کتنه: د طالبانو او امریکا د سولې د هوکړې لومړنۍ مسوده

* پنځو مسلو د طالبانو او امریکا خبرې تر پنځو ورځو وغځولې

تاریخ سره هرو مرو د دې سوال ځواب شته، خو ما نن هم دا پوښتنه ونه کړه.

ماته پرښتو نن هم دا همت را نه کړ، چې دا تپوس وکړم، دا یادول هم پکار دي چې پر افغانستان د روس تر یرغل دوه کاله مخکې پاکستان کې پوځي بغاوت شوی و.

پر ۱۹۸۹ کال مې د دندې ازموینه درلوده او د خبرونو غټو غټو سرټکو ته مې کتل. په ډېرو کې بیا بیا دا یوه خبره وه:

"له افغانستان د روسي ځواکونو وتل"

ملا عمر

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې شوروي ځواکونه تر لس کلنې جګړې وروسته د ۱۹۸۹ کال د پرورۍ پر ۱۵ ووتل

یاد مې نه دي چې له دې وروسته له افغان مجاهدینو سره څه وشول، خو څو کلونه وروسته څه نوي نومونه هم پیدا شول؛ طالبان، اسامه بن لادن، القاعده او ملا عمر.

یوه خصوصي تلوېزون کې مې پر ملا عمر جوړه شوې ډاکومېنټري هم ولیده.

ډاکومېنټري کې وایس اور سره د نوموړي دروند غږ او لفظونو زما غوږونه څک کړل، ستا د تباهي مشوره اسمانونو کې شوې ده.

بیا د سپټمبر په یوه ګرم ماښام کې دا خبر خپور شو چې نیویارک کې نړیوال سوداګریز برجونه نړول شوي او مجرم هم افغانستان کې دی.

عجیبه دا ده چې له دې پېښې کال مخکې هم پاکستان کې پوځي بغاوت شوی و. او اوس بیا پاکستان د ترهګرۍ نړیوال جنګ کې د برید او دفاع لومړۍ کرښه شوه.

* د ملا عمر د ځای ناستي د ټاکلو پر سرلانجه

* ملا عمر - پټ ژوند له طالب مشرۍ تر مرګه

تېرو ۱۷ کلونو کې هره ورځ د دې خبرو هغه ماناوې را سره وې او که مې ویلی، ښايي ماته یې هم د ولي نوم را کړی وی، خو دا چې ښځه وم، د ولایت وړ نه وم، نو دا ماناوې مې ونه کړې.

ترهګر هغه څوک وي چې پته یې نه وي له چا وسله اخلي؟ چرته اوسي؟ څه خوري؟ څوک یې روزي؟ څوک جامي ور کوي، د خوراک څښاک او اوسېدو خرچه څوک ور کوي؟

له دې هرڅه مطلب څه دی او ترڅو چې ژوندی وي ولې نه لیدل کېږي؟

بیا یوه لویه پېښه کېږي. د دې پېښې مسوولت یې ډله اخلي، خبره خو دا ده چې مجرم تل له خپل جرم منکر وي، خو دلته خبره سرچپه وي او وايي، دا کار ما کړی دی.

د ده په غوږ کې خو به نه ویل کېږي چې د پېښې مسوولیت ومني، د ترهګر په هکله یوه خبره دا هم پخه ده چې د نړۍ د هر هېواد هم وي، نو تړاو به یې له ټیټې طبقې سره وي.

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا د ۱۱ سپټمبر بریدونو مسوول اسامه وباله او پر افغانستان یې یرغل وکړ.

اورېدلي مو دي چې دې چارو ته ډېرې پیسې ور کول کېږي، خو څوک یې ور کوي؟ خو ظاهر یې داسې وي چې شکېدلو کالیو کې پر خره یا سیکل یا ټپټپي (موټر سایکل) ګرځي.

ځینې بدغواړي دا هم وايي، چې ټولې پیسې له مرګ مخکې لویو لویو ښوونیزو ادارو جوړولو کې مصرفېږي، ځکه پاکستان کې هر ځای پوهنتونونه پرانیستل شول.

دا خلک ډېرو ګڼ مېشتو سیمو کې اوسي، له مرګ مخکې یې څوک نه ویني، خو له مرګ وروسته یې د نړۍ له لویو لویو ډلو سره اړیکه پیدا شوي.

دا خو پرېږده چې هغه ستا د هېواد د لوی نه لوی او واړه نه واړه زیان مسوول وي، خو خبره دا ده چې که ستا د غوا نوک کې شګه لاړه یا یې لکۍ ازغي ونیوله، نو د هغه مسوول هم دغه کس وي.

ویل کېږي دوحه کې د طالبانو او امریکا خبرې بریالۍ وې. اتلسو میاشتو کې امریکايي پوځ له افغانستان وځي، ځکه به اوس طالبان واک کې هم برخه لري.

طالبان چې څه وخت مخکې ترهګر و، اوس پر مېز ناست دي- مجاهدین، طالبان، ترهګر او واکمن.