"ملا برادر به پر مناسب وخت قطر ته ولاړ شي"

ملا برادر
Image caption ملا برادر درې ورځې وړاندې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر شو

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، د دې ډلې یو مهم مشر او په قطر کې د دوی د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی رئیس ملا برادر اخوند تر اوسه قطر ته نه دی تللی، خو په یو مناسب وخت کې به هلته ولاړ شي او خپل نوی مسوولیت به پر غاړه واخلي.

تر دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي وو چې ګواکې ملا برادر وار د مخه قطر ته رسېدلی او هلته یې له امریکایي پلاوي سره په مخامخ خبرو کې برخه اخیستې ده.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، ملا برادر قطر ته نه دی تللی، خو دوحه کې د دوی یو با صلاحیته پلاوی موجود دی چې خبرې پر مخ بوځي.

ښاغلي مجاهد وویل، لا په دې اړه څه نشي ویلای چې له امریکایي پلاوي سره د طالبانو د راتلونکې ناستې مشري به ملا برادر کوي او که بل څوک.

طالبانو درې ورځې وړاندې ملا برادر په قطر کې د خپل سیاسي دفتر نوی رئیس او همدا راز په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشر سلاکار وټاکه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption زلمی خلیلزاد له طالبانو سره تر شپږ ورځنیو خبرو وروسته کابل ته رسېدلی

ملا برادر له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکسان کې بندي و، خو تېر کال د طالب او امریکایي استازو له لومړنیو مخامخ خبرو وروسته له بنده ازاد شو.

بله خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تر شپږ ورځینو خبرو وروسته کابل ته رسېدلی او تمه ده چې د یکشنبې ماښام به له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو سره لیدنه وکړي.

ښاغلي خلیلزاد پرون دوشنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي وو چې له طالبانو سره خبرو کې مهم پرمختګونه شوي، خو تر اوسه کومه هوکړه نه ده شوې.

د نوموړي په وینا، د وروستۍ او بشپړې هوکړې مطلب دا دی چې طالبان به له افغان حکومت سره مخامخ خبرې کوي او اوربند ته به هم غاړه ږدي.

تر دې وړاندې د رویټرز خبري اژانس په ګډون یو شمېر رسنیو ویلي وو چې امریکا په اتلسو میاشتو کې له افغانستانه د خپلو پوځیانو پر ایستلو سلا شوې ده.

خو تر اوسه نه هم امریکایي چارواکو او نه هم طالبانو دا خبره تائيد کړې ده.

ملا برادر څوک دی، او څومره مهم دی؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې په قطر کې سیاسي دفتر لري

۵۸ کلن ملا برادر د طالبانو د شورا مهم غړی او د ملا عمر مرستیال پاتې شوی. ویل کېږي ملا برادر له هغو څلورو کسانو یو و، چې ۱۹۹۴ کال کې یې د طالبانو تحریک پیل کړ.

وروسته چې امریکايي ځواکونه ۲۰۰۱ کال کې افغانستان ته ننوتل، د طالبانو حکومت یې نسکور کړ، ملا برادر د وسله والو طالبانو د مقاومت یو مهم غړی شو.

نوموړی د اروزګان ولایت دی، خو پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ پرمهال کندهار کې و. کله چې افغانستان کې د طالبانو واکمني پراخه شوه، ملا برادر د هرات والي وټاکل شو.

ملا برادر د پوپلزیو له قبیلې دی، چې په سوېل کې ډېر نفوذ لري. ملا برادر د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د دغه تحریک لوی درستیز هم پاتې شوی دی.

ورته مطالب