افغانستان ته ستانه شوي کډوال له بې کارۍ کړېکړي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان ته ستانه شوي کډوال له بې کارۍ کړېږي

افغان اقتصاد او پر وړاندې یې د بې کارۍ ننګونې، کال کې زرګونه داسې ځوانان زياتېږي، چې په کار پسې ګرځي.

افغانستان کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، په تېرو څلورو کلونو کې هرکال له يو ميليون ډېر بېرته ستانه شوي افغانان د دغه هېواد د بې کارانو شمېر ته ور زيات شوي دي.

خپل ټاټوبي ته پر ستنېدونکو کډوالو سربېره هرکال ۴ سوه زره کار غوښتونکي ځوانان د کار بازار ته ورځي. د افغان اقتصاد وزارت وايي، لا هم يې د هېواد نیم وګړي د بېوزلۍ تر کرښې ښکته ژوند کوي.

ذبيح الله رحيمزي کابل کې د بې روزګارۍ حال اخېستی دی.