هرات کې سلګوني تاریخي سیمې نه دي ثبت شوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هرات کې سلګوني تاریخي سیمې نه دي ثبت شوي

د هرات سلګونه تاريخي ځايونه د نه ثبتېدو له امله د ورکېدو له خطر سره مخامخ دي.

د هرات کلتوري چارواکو بي بي سي ته ویلی دا چې سلګونه لرغونې سیمې او ودانۍ په رسمي ډول نه دي ثبت شوې، له امله يې د ډېرو دغه ډول ځایونو مځکې غصب شوې يا ویجاړې شوې دي.

اټکل دا دی چې هرات شاوخوا اته سوه تاریخي ځایونه لري خو یوازې ۲۴۰ لرغوني ځایونه یې د اطلاعاتو او کلتور وزارت ثبت کړي دي.

محمد قاضي زاده د هرات په زړه کې داسې یوه مهم تاریخي جومات ته ورغلی چې له زیات کلتوري ارزښت سره سره بیا هم تر اوسه نه دی ثبت شوی.