خلیلزاد: له طالبانو سره پر لنډمهالي حکومت خبرې نه دي شوې

خلیلزاد د انځور حقوق rayapolitics
Image caption قطر ویلي، امریکايي او طالب استازو هوکړه کړې چې راتلونکې میاشت به هم د سولې خبرو ته دوام ورکوي.

په قطر کې له طالب استازو سره د امریکا تر خبرو وروسته، زلمي خلیلزاد کابل کې له ولسمشر غني سره خبرو کې ویلي، د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه یې له طالبانو سره هېڅ راز خبرې او بحث نه دی کړی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تېر ماښام خلیلزاد له ولسمشر غني سره په خبرو کې وویل، په قطر کې یې له طالب استازو سره د موقت حکومت په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي کړې.

دی وايي د موقت حکومت جوړېدو په تړاو خبرې د ده له صلاحیته بهر موضوع ده:

"د موقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هېڅ وجه نه ده مطرح شوې او دا زما په صلاحیت او مسؤولیت کې نه راځي، زما د صلاحیت موضوع دا ده چې یوازې بین الافغاني مذاکراتو ته زمینه برابره کړم."

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي دا هم ویلي، چې له طالبانو سره یې د اوربند پر مسلې بحث کړی، خو تراوسه کوم پاموړ پرمختګ پکې نه دی شوی.

خلیلزاد دا هم ویلي، چې طالبانو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه، خو تر اوسه امریکایان ورسره هېڅ ډول پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

خو تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په یوه ټویټ کې لیکلي وو، چې امریکا په جدي ډول د افغان سولې ملاتړ کوي او له دې هېواده د خپلو ځواکونو ایستلو ته جدي ده.

خلیلزاد په راتلونکې کې د پاتې موضوعاتو په تړاو د بحث لپاره له طالبانو سره بله ناسته هم لري.

په ورته وخت کې قطرۍ ورځپاڼې "الرایة" لیکلي د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني ویلي، دوحه کې د افغان سولې د خبرو لومړی پړاو په مثبته فضا کې رامنځ ته شو چې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د قطر سیاسي دفتر د غړو جدیت یې په ډاګه کړی.

د انځور حقوق ARG
Image caption خلیلزاد تېر ماښام له ولسمشر غني سره د قطر د خبرو په اړه معلومات شریک کړي دي.

نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي، قطر له امریکايي لوري سره د طالبانو د خبرو لپاره د اسانتیا په برابرولو سره په افغانستان کې د سولې خبرو لپاره یو مهم دریځ رامنځته کړی او د قطر د همدې اسانتیا پر بنسټ دواړو لوریو د رښتینې ارادې په لرلو سره افغانستان کې د سولې په لاره کې د پام وړ پرمختګ وکړ.

قطر ویلي، امریکايي او طالب استازو هوکړه کړې چې راتلونکې میاشت به هم د سولې خبرو ته دوام ورکوي.

رپوټونه وايي، چې د راتلونکې فبرورۍ پر ۲۵مه بیا په قطر کې طالب استازي او زلمی خلیلزاد سره جرګه کېږي.

ورته مطالب