اشرف غني: 'سوله ژر غواړو، خو په تدبیر سره'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
سوله دې وي خو په پلان او تدبير سره، افغان ولسمشر دوحه کې د طالبانو او امريکا له خبرو وروسته وايي نه غواړي د تېر تېروتنې تکرار شي چې نظام ورسره وپرځېد.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په قطر کې له افغان طالبانو سره د امریکايي پلاوي تر خبرو وروسته په یوه پیغام کې ویلي، سوله ژر غواړي، داسې چټکه سوله چې تدبیر پکې وي:

"د سولې بندې دروازې به خلاصوو، د سولې په برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو کوښښونه زموږ د سولې د پروګرام یوه برخه ده، چې مالکیت یې د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې دی. موږ سوله ژر غواړو، په سرعت یې غواړو خو په تدبیر یې غواړو. تدبیر ځکه مهم دی چې بیا پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي.

ښاغلي غني د افغانستان د پخواني پاچا محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال تېروتنې ته په اشاره وویل، "هغه مهال چې د سیمې په سیاست حکومت خبر نه و او د همدې بې خبرۍ په نتیجه کې د ثور د ۷ فاجعه رامنځ ته شو، دا تېروتنه باید بیا تکرار نه شي."

پر طالبانو غږ

ولسمشر غني په دې اوه دقیقه ییز وېډیويي پیغام کې وویل، که روانه جګړه نه وای، د میلیونونو افغانانو ژوند به هوسا وای او ډېرې پرمختیايي پروژې به پلی شوې وای:

"غواړم په ښکاره ووایم که د طالبانو له خوا روانه جګړه نه وای، د میلیونونو افغانانو ژوند به هوسا وای او موږ به خپلې ملي پراختیايي پروژې تطبیق کړې وای. نو طالبان دوه غوراوي لري: یا به د افغانستان له عظیم ملت سره په یوه غږ یوځای کېږي او یا به د پردیو د اهدافو د تطبیق وسیله ګرځي."

د طالبانو اوسنۍ جګړې ته په اشارې سره ولسمشر غني زیاته کړه، د طالبانو له خوا تاوتریخوالی او جګړه د یوه قوي دولت د جوړېدو مخه نیسي او دا د افغانستان د "بهرنیو دښمنانو غوښتنه" هم ده:

"زه پر طالبانو غږ کوم چې د بهرنیانو له شومو پلانونو راووځي، خپله افغاني اراده تمثیل کړي او د افغانستان غوښتنو ته لبّیک ووايي او له دولت سره جدي مذاکرات پیل کړي."

ښاغلي غني د سولې له هوکړې وروسته ممکنه رامنځ ته کېدونکو ګواښونو ته هم اشاره وکړه.

ده وویل، "هر افغان سوله غواړي، زه د خپل حکومت له لومړۍ ورځې راهیسې د ولس ددې سپېڅلې غوښتنې پوره کولو لپاره کار کوم. باید هېر نه کړو چې د جګړې قربانیان افغانان دي. نو د سولې ابتکار هم باید د افغانانو په لاس کې وي."

په داسې حال کې چې وروستیو کې په هوايي او ځمکنیو بریونو کې ولسي مرګ ژوبله ډېره شوې ده، ولسمشر غني وویل، هېڅ افغان ته د منلو نه ده چې د هېواد له نوم سره یې د جګړې، فقر او بدبختۍ توري یاد شي.

ولسمشر غني په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور د یوې دوه اړخیزې او نړیوالې پرېکړې پربنسټ وباله، خو زیاته یې کړه چې د بهرنیانو شمېر باید د یوه منظم پلان پراساس صفر ته راټیټ شي:

"په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور د یوې دوه اړخیزې او نړیوالې پرېکړې پر اساس دی، هېڅ افغان نه غواړي چې بهرني ځواکونه یې په هېواد کې د اوږدمهال لپاره پاتې شي، خو اوسنی حضور یې د یوه ضرورت په اساس دی او پر دې اړتیا تل غور شوی او کېږي چې د بهرنیو ځواکونو شمېر باید څومره وي او موږ هڅه کوو چې دغه شمېر د یوه منظم پلان پر بنسټ صفر ته راټیټ شي."

ورته مطالب