د امریکا دفاع وزارت: 'داسې سوله چې له افغانستانه بهرني ځواکونه ایستلو ته اړباسي'

پاتریک شاناهَن له ټرمپ سره د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاتریک شاناهَن (د ټرمپ کيڼ اړخ ته) ویلي هغه لومړنۍ هوکړه چې په قطر کې د تېرې اونۍ شپږ ورځنیو خبرو پرمهال شوې ده هڅوونکي ده.

د امریکا د دفاع چارسمبال وزیر د افغانستان د سولې لپاره د خپل هېواد د ځانګړي استازي او طالبانو وروستۍ خبرې ستایلې دي. پاتریک شاناهَن وویل هڅوونکې ده چې په اصولو کې د سوله ییز تړون لپاره پر یوه پراخ چوکاټ هوکړه شوې ده.

هغه د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اعلان ته غبرګون ښوده چې وایي په دغه لومړنۍ طرحه کې د امریکایي عسکرو وتل، اوربند او د نړیوالو جهادیانو ردېدل راغلي دي.

ولسمشر محمد اشرف غني پر طالبانو غږ کړی چې د سولې خبرې له حکومت سره وکړي.

د دفاع چارسمبالي وزیر وویل له طالبانو سره د سولې په برخه کې تراوسه د شویو پرمختګونو په اړه دفاع وزارت پنتاګون ته ویل شوي، داسې روغه جوړه چې دده په وینا ښايي په پایله کې یې له افغانستانه بهرني ځواکونه وویستل شي.

خو پاتریک شاناهن وویل هغه لومړنۍ هوکړه چې په قطر کې د تېرې اونۍ شپږ ورځنیو خبرو پرمهال شوې ده هڅوونکي ده.

دفاع وزیر زیاته کړه تر اوسه شوی پرمختګ تر دې حده نه دی چې له مخې یې دفاع وزارت ته دنده ورکړل شي چې له افغانستانه د ځواکونو وتلو ته دې چمتو والی ونیسي.

اشرف غني: 'سوله ژر غواړو، خو په تدبیر سره'

خلیلزاد: له طالبانو سره پر لنډمهالي حکومت خبرې نه دي شوې

'امریکا له افغانستانه د پوځیانو ایستلو ته جدي ده'

ښاغلي شاناهن خبریالانو ته وویل په دې لومړنۍ هوکړه کې چې د امریکايی ځواکونو وتل، اوربند او دا چې بهرنۍ وسله وال به افغانستان ته نه پرېښودل کېږي یې مهم ټکي دي هڅوونکې ده.

خو ده چې په دفاع وزارت کې یې د ناټو له عمومي منشي سره له کتنې وړاندې خبریالانو پوښتنه وکړه چې آیا د همدې هوکړې په رڼا کې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د وتلو لپاره د چمتو والي ورته ویل شوي او که نه د امریکا د دفاع چارسمبالې وزیر وویل نه تر اوسه دا ډول کومه دنده پنتاګون ته نه ده سپارل شوې.

د ناټو عمومي منشي ین ستولتنبرګ له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه یې ویلي لا له وخته وړاندې ده چې د ځواکونو د و تلو خبره وشي. دده په خبره اوس ددې وخت دی چې د سیاسي روغې جوړې لپاره د روانو هڅو ملاتړ وشي او ناټو په ټینګه ددې هڅو ملاتړ کوي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption وړاندې، مایک پومپیو ویلي وو، له افغان حکومت او ټولو اړوندو غاړو سره په ګډه د یوه با ثباته، خپلواک او هوسا افغانستان لپاره کار کوي.

د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي نیویارک ټایمز ته ویلي د قطر په خبرو کې له طالبانو د احتمالي روغي جوړې پر اډانه هوکړه شوې چې مهم برخې یې اوربند ، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او دا چې افغانستان به په راتلونکې نړیوالې جهادي ډلې به نه پرېښودل کیږي د افغانستان خاوره د امریکا پرضد وکاروي دي.

ښاغلي خلیلزاد د قطر د خبرو په اړه افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته هم معلومات ورکړل، له دې کتنې وروسته ښاغلي غني پرون په یوه تلویزیوني وینا کې وویل افغانان سوله غواړي خو له ډیر تدبیره باید کارواخستل شي چې تېرې تجربې تکرار نه شي.

ورته مطالب