ایټالیا تر یوه کال له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي

د ایټالیا د دفاع وزیره ایلیسابیتا ټرینټا د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایټالیا د دفاع وزیرې ایلیسابیتا ټرینټا ویلي، له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان ارزونې ته وړاندې کړی

د ایټالیا ددفاع وزارت ځینو سرچینو ویلي، چې تر راتلونکي یوه کاله به له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.

ایټالیا له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې پوځي حضور لري. دغه هېواد دا مهال په افغانستان کې ۸۹۵ سرتېري لري، چې تر ډېره د افغانستان په لوېدیځ کې مېشت دي.

د ایټالیا د دفاع وزیرې ایلیسابیتا ټرینټا د دغه هېواد داخلي عملیاتي مرکز ته لارښوونه کړې ده چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پلان وارزوي.

ایټالیايي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت په حواله ویلي، د ایټالیا پارلمان کې د بهرنیو چارو کمېټې د اغلې ټرینټا دا پرېکړه ستایلې او دا یې "ډېر مثبت" ګام بللی دی.

دغه هېواد وايي له افغانستانه د ایټالیايي ځواکونو د ایستلو پلان د ایټالیا د دفاع وزیر له دفتر سره شریک شوی دی.

تېره میاشت ایټالیا کې حکومتي ټلوالې واک ته تر رسېدو وروسته وویل، په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو په اړه غور کوي، خو اوس ښکاري چې د خپلو ټولو ځواکونو د ایستلو پر پلان کار کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ایټالیا له ۲۰۰۳ کال راهیسې افغانستان کې پوځي حضور لري، چې دا مهال ۸۹۵ پوځيان لري

د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر اینزو مواویرو میلانیسي اسراییلو د سفر پرمهال ویلي، دی د دفاع وزیرې پر دې څرګندونو خبر دی، خو له هغه سره یې په دې تړاو خبرې نه دي کړې.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې تېره میاشت اعلان وکړ چې غواړي افغانستان کې د خپلو ځواکونو ۱۴۰۰۰ شمېر ۷۰۰۰ ته راټیټ کړي.

ناټو: تر اړتیا ډېر نه پاتېږو

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي جینز سټالټنبرګ د امریکا ددفاع له چارسمبال وزیر سره واشنګټن کې ویلي، تر اړتیا ډېر به افغانستان کې پاتې نه شو:

"موږ به تر اړتیا ډېر پاتې نه شو، خو تر هغو به ونه وځو چې له وضعیته ډاډمن نه شو چې افغانستان یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو پرځاله نه اوړي."

د امریکا ددفاع چارسمبال وزیر پاتریک شاناهَن هم ویلي، چې د ناټو له سرمنشي سره یې پر یولړ مهمو مسلو خبرې کړې دي.

ورته مطالب