د حکمتیار ټاکنیز مرستیال په وسله وال برید کې ټپي شوی

نقي د انځور حقوق Social Media
Image caption پر مفتي حفیظ الرحمن نقي کابل کې نامالومه وسله والو برید کړی دی

د حزب اسلامي افغانستان سرچینې تائیدوي چې د دغه ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د ټاکنیز ټکټ غړی حفیظ الرحمن نقي په یوه وسله وال برید کې ټپي شوی دی. د دغه ګوند یوه ویاند فضل غني حقمل بي بي سي ته وویل؛ ښاغلی نقي چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي حکمتیار دویم مرستیال دی، نن ماښام په کابل کې په نښه شوی دی.

ښاغلي حقمل وویل چې د اوس لپاره نشي کولی په دې تړاو نور جزییات ورکړي خو ویل کېږي د ښاغلي نقي ځینې ساتونکي هم په برید کې ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

د پژواک خبري اژانس د اسلامي حزا د چارواکو له خولې لیکلي، پر ښاغلي نقي برید د کابل په دوغ اباد سیمه کې د سه شبنې ماښام شپږ بجې هغه مهال وشو چې نوموړی خپل کور ته روان و.

ویل کېږي چې په دې برید کې د هغه سکرتر هم ټپي شوی دی.

د انځور حقوق Social Media
Image caption ښاغلي نقي په راتلونکو ټاکنو کې د حکمتیار دویم مرستیال نومول شوی

د ښاغلي ګلبدین حکمتیار دواړه مرستیالان د ده د ګوند غړي دي. لومړی مرستیال یې فضل هادي وزین په قوم اوزبک او د پوهنتون استاد دی، او دویم مرستیال یې حفیظ الرحمن نقي هم د پوهنتون استاد دی.

حکمتیار د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښو، د طالبانو د تحریک له ړنګېدو او افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له راتلو وروسته، د بهرنیو ځواکونو پروړاندې وسلې ته لاس کړ، خو له څو کلنۍ لادرکۍ وروسته یې په ۲۰۱۷ کال کې له افغان حکومت سره روغه وکړه او کابل ته راستون شو.

ورته مطالب