د افغانستان د ژبو ارشيف چې لسيزې ساتل شوی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د ژبو ارشيف چې لسيزې ساتل شوی

شپېته کاله مخکې له دې چې کورنۍ جګړې د افغانستان ډېرې مادي او معنوي شتمنۍ ويجاړې او له منځه يوسي، د ژبپوهنې يوې ډلې افغانستان ته سفر وکړ، چې دې هېواد کې د ژبو په اړه يو ارشیف برابر کړي، همداسې یې وکړل، خو تر اوسه یې په اړه هېڅ يادونه نه وه شوې. همدا اوږده موده، د انځورونو، نقشو، يادښتونو او ليکونو په ګډون يو ارشيف او ټولګه د سويزرلنډ يو کتابتون کې ساتل کېده. د بي بي سي خبريال کاوون خموش دغو تاريخي توکو ته ځانګړی لاسرسی موندلی، او په اړه يې دا راپور چمتو کړی چې پښتو يې حميد قيومي وړاندې کوي.