لویه څارنوالۍ کې ښځینه کارمنې ډېرې شوې دي

څارنوالي د انځور حقوق Getty Images
Image caption لویه څارنوالي وایي، د ښځینه کارکوونکو شمېر یې ۲۲ سلنه شوی

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، په تېرو دوو کلونو کې یې په دغه قضايي بنسټ کې د ښځو ونډه له ۳ سلنې څخه ۲۲ سلنې ته لوړه کړې ده.

د لویه څارنوالۍ په وینا، د ښځینه څارنوالانو او قاضیانو ډېرېدا د دې لامل شوی چې په روان ۱۳۹۷ کال کې یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نژدې درې زره قضیې وڅېړل شي.

لویه څارنوالي وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دې قضیو کې د وهلو، جنسي تېري او په زور ودولو پېښې شاملې دي.

دغه افغان بنسټ وايي، عدالت ته د ښځو لاسرسي په موخه یې په ۳۴ ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ثبتولو او کمولو په هدف ځانګړې څانګې جوړ کړي دي، چې په وینا په ۳۲ ولایتونو کې د دغو څانګو مشري ښځې کوي.

په افغانستان کې د دغه عدلي بنسټ په وینا، د ۱۳۹۶ کال له مرغومي تر سږ ۱۳۹۷کال تر همدې میاشتې پورې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۰۱ پېښې ثبت او څېړلې دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، هېڅ داسې ثبت شوې قضیه نشته چې دوی دې ورته د څېړنې قانوني مسیر نه وي ټاکلی:

"د افغانستان لويې څارنوالۍ په ۱۳۹۷ کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۰۱ قضیې څېړلې دي. موږ په وروستیو دوو کلونو په لویه څارنوالۍ کې د ښځه ونډه له ۳ سلنې ۲۲ سلنې ته لوړه کړې ده."

ښاغلي رسولي ادعا کوي چې په عدلي او قضايي بنسټونو کې د ښځینه قاضیانو او څارنولانو ډېروالي د دې لامل شوی چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي قضیو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون بیا وايي، پروسږ کال له دوی سره د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي۴۳۴۰ قضیې ثبت شوې وې.

Image caption په افغانستان کې د دغه عدليي بنسټ په وینا د ۱۳۹۶ کال له مرغومي تر سږ ۱۳۹۷کال تر همدې میاشتې پورې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۷۰۱ پېښې ثبت او څېړلې دي.

دا په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسیدګي یوه بېلګه ده، چې پکې حق حقدار ته رسېدلی دی، خو لا هم د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي کوونکي ډېری سرې سترګې ګرځي.

بېسوادي، ناامني، په نشه یې توکو روږدل، له مجازات څخه د معافیت کلتور شتون، په افغان عدلي او قضايي بنسټونه کې د دسیسو ځنډول او پر دغو بنسټونو د خلکو باور نه درلودل، هغه لاملونه یادلای شو چې په افغانستان کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې ډېرې کړې دي.

ورته مطالب