عدالت او انصاف ته د لاسرسي ننګونې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عدالت او انصاف ته د لاسرسي ننګونې

د بي بي سي يوې څېړنې موندلې چې افغان حکومت د خپل هېواد له يو پر دريو ولسوالیو کې د محکمو په فعالولو کې پاتې راغلی دی. له شاوخوا زرو افغان چارواکو د راټولو شوو معلوماتو دغه موندنې ښيي چې په لږ تر لږه ۱۴۲ ولسوالیو کې محکمې د ولایتونو مرکزنو ته لېږدېدلې دي. بل پلو د افغانستان لویه څارنوالي وايي په تېرو دوو کلونو کې يې بنسټ کې د ښځو ونډه له ۳ سلنې ۲۲ سلنې ته لوړه کړې او د ښځینه څارنوالانو او قاضیانو ډېرېدا د دې لامل شوې چې په روان ۱۳۹۷ کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نژدې درې زره قضیې وڅېړي. عبد الله الهام پرې له کابله راپور لري.

اړونده مطالب